د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۰

له طالبانو د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون غوښتنه!

د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون د غړو د کنفرانس یو انځور
د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون د غړو د کنفرانس یو انځور

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئیس وايي چې طالبان باید د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې خلکو ته اجازه ورکړي چې په دغه جرګه کې ګډون وکړي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون په پام کې لري چې ټول افغانان که په بهر او داخل کې دي، په دغه جرګه کې د استازیتوب حق ولري.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئیس محمد عمر داودزي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، طالبان هم باید د افغانانو په توګه په دغه جرګه کې د ګډون له حقه محروم نه شي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئیس محمد عمر داودزی
د سولې د عالي شورا د دارالانشا او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئیس محمد عمر داودزی

ده زیاته کړه:

"هغه ولسوالۍ چې د دولت تر کنټرول لاندې نه دي او د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، زموږ سپارښتنه او غوښتنه دا ده چې دوی په لویه جرګه کې له استازیتوبه محروم نه شي، هېڅ څوک محروم نه شي، پرېږدئ چې ټول خلک د نورو ولسوالیو په څېر په جرګه کې خپل استازي انتخاب کړي او د هر فکر استازیتوب چې کوي، موږ یې له فکره هرکلی کوو."

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د میکانیزم او چوکاټ د رامنځته کولو په اړه له خلکو د مشورې غوښتنې لپاره د ثور په ۲۹مه لویه مشورتي جرګه رابللې ده.

دغه جرګه به له ټول افغانستانه د شااوخوا ۲۵۰۰ استازو په ګډون په کابل کې څلور ورځې دوام پیدا کړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون مسؤلین وايي چې په دغه جرګه کې به ښځو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړل شي.

په ملي شورا کې د خلکو استازي، د ولایتي شورا وکیلان، د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، هنرمندانو او د ځینو نورو جریانونو استازي به د سولې د مشورتي جرګې غړي وي.

ښاغلی داودزی وايي، له ۲۵۰۰ ګډنوالو ۱۷۵۰ یې له ولایتونو او ۷۰ نور به یې د خلکو له بېلابېلو ګټګوریو راوغوښتل شي.

که څه هم په اساسي قانون کې لویه جرګه تعریف شوې او له اساسي قانون سره سم په اوسنیو شرایطو کې د ولسوالیو شوراګانو د نه شتون له امله ناشونې ده، خو ښاغلی داودزی وايي چې جوړېدونکې لویه جرګه د تصمیم نیونې صلاحیت نه لري، بلکې یوازې له طالبانو سره سولې ته د رسېدنې د میکانیزم په اړه به حکومت ته مشوره ورکوي.

د لویې جرګې له جوړېدو وړاندې ټاکل شوې چې د اپرېل په ۱۴مه او ۱۵مه د قطر په پلازمېنې دوحې کې د افغانستان په اړه د سولې ناسته جوړه شي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون رئیس په دې اړه چې ایا حکومت په دغه ناسته کې ګډون کوي که نه، وايي چې که چېرې ټاکل شوې وي چې د قطر ناسته د لویې جرګې له جوړېدو مخکې ترسره شي، په دې اړه بحثونه مطرح شوي، خو تراوسه نتایج نه دي شوي.

طالبان چې تراوسه له افغان حکومت سره خبرو ته نه دي حاضر شوي، نو ایا د سولې په مشورتي لویه جرګه کې به د ګډون لپاره زړه ښه کړي؟ او یا له خپل کنترول لاندې سیمو څخه به خلکو ته په جرګه کې د ګډون اجازه وکړي؟

که څه هم دغې ډلې تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا
پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا

​"دغه جرګه کومه لویه خبره نه ده، د مشورې تر بریده ده، زما په نظر دا امکان نه لري چې طالبان دې په کې ګډون وکړي او یا دې هم هغو خلکو ته اجازه ورکړي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي."

د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئیس محمد عمر داودزی وايي، طالبان د افغانانو په توګه باید په دغه جرګه کې د استازیتوب له حقه محروم نه شي، خو په دې اړه چې دغې ډلې ته په جرګه کې د ګډون په اړه رسمي بلنه ورکړل شوې که نه، وايي چې دا یوه سیاسي موضوع ده او په دې اړه به وروسته خبرې وشي.

راپور: رحمت الله افغان

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG