د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

ویسا: خلیلزاد د چارواکو او سیاستوالو په غونډه کې یو څو سپینې خبرې کړي


ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، ډاکتر خلیلزاد چې د امریکا له خوا له طالبانو سره د سولې د مرکچي پلاوي مشر دی، د تېرې چهارشنبې په ورځ یې په ارګ کې د حکومتي چارواکو او سیاستوالو په غونډه کې یو څو سپینې خبرې کړې دي.

په سرمقاله کې راغلي، د غونډې د یو ګډونوال د خبرو په غبرګون د نوموړي دا خبره په تولنیزو رسنیو کې ډېره توده راغبرګه شوه چې:

"دلته داسې کسان راټول دي چې زامن یې په جګړه کې نه وژل کېږي، نو دوی د سولې په ارزښت هم نه پوهېږي."

د سرمقاله لیکونکي له نظره، دغه لنډه خبره د افغان غمېزي ټول داستان بیانوي.

دی لیکي، د جګړې دوام د هغه چا شعار دی چې نه یوازې دوی او اولادونه یې د جګړو له لمبو ډېر ليرې دي، بلکې د نورو د بچیانو په وینو او مرګونو یې مستۍ جوړې دي.

ورځپاڼه لیکي، د خلیلزاد بله مهمه خبره دې غونډې ته دا وه چې دلته د امریکايي ځواکونو قوماندان راتلو او غوښتل یې چې یوه خبره درته وکړي، خو اوس یې زه د هغه په استازولۍ درته کوم او هغه دا چې نور امریکا وژلو او جګړې ته د پای ټکی ږدي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، د سولې نوی مذاکراتي پلاوی به تر راتلونکو دوو اوونیو پورې معرفي شي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي تر لیدنو وروسته اوس ارګ او سپیدار وايي، بحثونه روان دي او اټکل کېږي چې راروانه اوونۍ دغه پلاوی د حکومت له خوا معرفي شي.

په مطلب کې د سرچینې په حواله دا هم راغلي چې دا پلاوی د تېر خلاف هر اړخیز دی او ټولې خواوې په کې په پام کې نیول شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، دا په داسې حال کې ده چې حکومت تېر کال یو دولس کسیز پلاوی د سولې د مذاکراتو لپاره اعلان کړ، خو دا چې نوموړی پلاوی حکومتي و، له پراخو انتقادونو سره مخ شو.

ملي ارمان:

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو د کرزي او غني تر منځ جدي اختلاف موجود دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي، پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، حتی که دولت طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډون هم نه کوي، د خبرو له لارې افغانستان ته د سولې د راوستلو هڅې باید په ټپه ونه درېږي.

دغه شان په مطلب کې راغلي چې ولسمشر غني په ارګ کې په وورستۍ لیدنې کتنه کې ښاغلي کرزي ته ویلي چې د موقتې ادارې طرحه د هغه له خوا تبلیغېږي او دا ځکه چې خپله د دغې ادارې مشري وکړي.

XS
SM
MD
LG