د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

د پاکستان صدراعظم بیا په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو خبره تکرار کړه


ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان
ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم یو ځل بیا په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړیدو خبره تکرار کړې ده .

دا لومړی ځل نه‌دی چې د پاکستان صدراعظم په افغانستان کې د مؤقت حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي.

عمران خان د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې دا یې کابل ته یوه دوستانه مشوره ده چې که غواړي ولسمشرۍ انتخابات یې د سولې له پروسې سره هم‌مهاله وي نو باید مؤقت حکومت جوړ کړي.

نوموړي د افغانستان سره هم پولي خېبر پښتونخوا ایالات کې د وینا پر مهال وویل چې دا مداخله نه بلکه یوه مشوره ده:

"د افغانستان خلکو ! زما خبرې واورئ. په غور یې واورئ. په یاد وساتئ چې موږ تاسې خپل ورونه ګڼو. زه لاسونه پورته کوم او الله ته دعا کوم چې د افغانستان خلکو ته امن راولي."

د پاکستان صدارعظم تېره میاشت هم ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې و چې د افغانستان د شخړې د هواري حل په‌دې هېواد کې د مؤقت حکومت رامنځته کېدل دي.

دغو څرګندونو د کابل ادارې سخت غبرګون یې راوپاراوه. افغان حکومت د خان دا خبرې د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله بللې وې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په کابل کې د پاکستان د سفارت مرستیال د دې څرګندونو د وضاحت لپاره احضار کړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي او په کابل کې د امریکا سفارت هم د پاکستاني مشر دا خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او مداخله ګڼلې وه.

تر هغو خبرو وروسته په‌خپله پاکستان کې هم مخالفو ګوندونو غبرګون ښودلی وو.

د پاکستان د پیپلز ګوند مرستیال مشر بلاول بهټو زرداري د عمران خان پر څرګندونو سختې نیوکې کړي او دا بیان یې نامناسب بللی دی.

ارشیف, د پاکستان د پیپلز ګوند مرستیال مشر بلاول بهټو زرداري په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال.March 20 2019
ارشیف, د پاکستان د پیپلز ګوند مرستیال مشر بلاول بهټو زرداري په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال.March 20 2019

په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان تازه څرګندونې داسې مهال شوي چې په همدې ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی په اسلام آباد کې د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر بحثونه کوي.

ښاغلي خلیل‌زاد تر دې سفر یوه ورځ دمخه د افغانستان د سولې په تړاو د پاکستان پر سیاست انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د امریکا او پاکستان اړیکې به تر هغه پراخي نه شي چې د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد په سیاست کې بدلون نه‌وي راغلی.

نوموړي پاکستان د افغانستان په چارو کې په مداخلې هم تورن کړی او ویلي یې دي چې افغان حکومت له طالبانو سره د هوکړې لاسلیکولو سره هم‌مهاله باید له پاکستان سره هم يوه هوکړه لاسلیک کړي.

XS
SM
MD
LG