د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

خوستیو پیغلو او مېرمنو د سولې له موافقې مخکې د اوربند غوښتنه وکړه


په خوست کې د سولې کوترې په نوم د ښځو د یوې مدني ټولنې پرانېست غونډه.05 مارچ 2019
په خوست کې د سولې کوترې په نوم د ښځو د یوې مدني ټولنې پرانېست غونډه.05 مارچ 2019

نن د جمعې په ورځ د خوست لسګونو پیغلو او مېرمنو د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې په‌دې هېواد کې د سولې له یوې دایمي هوکړې مخکې اوربند ته غاړه کېږدي.

دوی چې د سولې کوترې په نوم د ښځو د یوې مدني ټولنې په پرانېست غونډه کې راټولې شوې وې، زیاتوله چې تر اوسه د افغانستان د سولې لپاره د امریکايي پلاوي او د طالبانو د استازو تر منځ پنځه ځلي ناستې شوي خو د جګړې پر کمولو يې څرګند اغېز نه‌دی لیدل شوی.

د یادې ټولنې یوې غړې کلثوم چې د غونډې اساسي پیغام ولوست، په هغه کې د افغانستان، امریکا او وسله‌والو طالبانو پر مشرانو غږ شوی وو چې د سولې تر بشپړو موافقو مخکې دې یوه دایمي اوربند ته زمینه برابره کړي.

د سولې کوترې په نوم د ښځو د یوې مدني ټولنې په پرانېست غونډه، د یادې ټولنې یوه غړې کلثوم د وینا پر مهال.05 مارچ 2019
د سولې کوترې په نوم د ښځو د یوې مدني ټولنې په پرانېست غونډه، د یادې ټولنې یوه غړې کلثوم د وینا پر مهال.05 مارچ 2019

په‌دې پیغام کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو هم غوښتنه شوې چې د خپلو موخو په خاطر دې، د افغانانو تر منځ جګړو ته لمن نه وهي، بلکې خپلې اړیکې دې د ښه ګاونډیتوب پر اصلونو برابر کړي.

د پلوشې په نوم یوه خوستۍ مدني فعاله وايي چې په قطر کې د افغانستان د سولې په باب د خبرو شپږم پړاو په پیلېدو دی، خو تر اوسه يې د جګړې په کمولو کومه څرګنده پایله نه‌ده محسوسه شوې.

نوموړې زیاتوي تردې وروسته باید د ناستو دا بهیرونه د خبرو له حده د سولې په اړه د عملي نتیجو پړاو ته داخلې شي.

د تقواء په نوم د سولې کوترې ټولنې یوې فعالې وویل چې په افغانستان کې د روانې جګړې ډېری مالي او ځاني زیاتونه افغانانو ته رسېږي، نو له‌دې کبله د دوی غوښتنه دا ده چې د دایمي سولې تر موافقې دې د جګړې ښکیلې خواوې په خپلو کې اوربند وکړي.

د سولې کوترې د ټولنې مشرانې وايي چې دوی به په هېواد کې د تل‌پاتې سولې لپاره د نورو هلو ځلو تر څنګ هڅه وکړي چې د خلکو د شخصي دښمنیو او ستونزو په ختمولو کې هم ونډه واخلي.

د سهیلا نوري په نوم د یاد بنسټ یوې بلې فعالې وویل، په خوست کې یو شمېر کورنۍ په خپلو کې سره ستونزې لري او دوی غواړي، د حل لپاره يې کورونو ته ورشي.

د سولې کوترې په نوم د ښځو د یوې مدني ټولنې په پرانېست غونډه، د پلوشې په نوم یوه خوستۍ مدني فعاله د وینا پر مهال.05 مارچ 2019
د سولې کوترې په نوم د ښځو د یوې مدني ټولنې په پرانېست غونډه، د پلوشې په نوم یوه خوستۍ مدني فعاله د وینا پر مهال.05 مارچ 2019

دې هم په قطر کې وسلوالو طالبانو سره د سولې د یوې دایمې موافقې مخکې د اوربند غوښتنه وکړه.

د نظر خاوند او د ټولن‌پوهنې د برخې استاد سپین‌روان نورزي د غونډې ګډون‌والو ښځو ته وویل چې دوی کولی شي، په افغاني دود د جګړې د ښکیلو خواووله کورنیو سره وګوري، هغوی سولې ته راوبولي او پدې توګه له شته ناخوالو څخه د خلکو په ژغورلو کې ونډه واخلي.

په خوست کې داسې مهال ښځې او نجونې د اوربند د ټینګیدو غوښتنه کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیل‌زاد د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته د اپریل د ۵ مې تر سفر مخکې پنځه ورځې په افغانستان کې تېرې کړي او په کابل کې يې د ولسمشر غني په ګډوند نورو لوړ پوړو چارواکو، د مدني ټولنو له فعالینو او سیاسي شخصیتونو سره ولیدل او هغوی ته‌یې وویل چې دوی به د سولې په راتلونکو خبرو کې شامل وي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG