افغان حکومت وايي چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» د افغانانو په ګډون یوه ډله کډوال د ایران په لور په حرکت کې وو چې ایراني عسکرو پرې ډزې کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۵» ازادي راډیو ته وویل، دغه کډوال د ایران خاورې ۲۰ کیلومټري ته ننوتلي وو چې د یوه افغان په ګډون دوه تنه په ډزو وژل شوي او ۱۸ نور افغانان ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي زیاتوي چې د ټپیانو ډېری برخه افغانان جوړوي چې د ټپیانو په ډله کې ښځې هم شاملې دي:
"البته دغه پېښه د ایران په سرواون سیمه کې شوې، کله چې قاچاقبرانو افغان کډوال د ایران په طرف وړل، له پولي۲۰ کیلومتره لېرې د ایران په خاوره کې پېښه شوې چې له املهیې ۱۸ تنه تپیان دي او په دوو وژل شویو کې یو ایرانی موټر چلونکی او بل یې افغان دی، موږ دغه موضوع جدي څارو او د وضاحت غوښتنه کوو."
ښاغلی احمدي وايي چې ټپیان د درملنې لپاره د ایران روغتونونو ته انتقال شوي دي.
له دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې عکسونه خپاره شوي ,و چې د ښځو په ګډون ځینې کډوال د روغتونو په دهلیزونو کې پراته دي.
د امریکا غږ ایراني څانګې راپور ورکړی چې د ایران په سروان سیمه کې د ایران د سپاه پاسداران مامورینو له لوري په ډزو کې ۲۵ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا لومړی ځل نهدی چې د ایراني سرتېرو له لوري په افغان کډوالو ډزې کېږي.
څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د ایران پوله ساتونکو عسکرو له لوري له افغان کډوالو سره د غیر انساني چلند په اړه فلمونه خپاره شول چې زیات غبرګونونه یې راپارول.
همدا شان د ۲۰۱۷ میلادي د سېپټمبر په میاشت کې د ایراني عسکرو له لوري د دغه هېواد په فارس کې ۱۵ افغانان وژل شوي وو.
راپور: رحمتالله افغان