د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

د امریکا خبرداری: جرمني او ترکیې روسیې سره سترې اقتصادي معاملې کړي


ارشیف، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس په واشنګټن کې د وینا پر مهال. April 3, 2019
ارشیف، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس په واشنګټن کې د وینا پر مهال. April 3, 2019

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس پرون د اپرېل په درېیمه د جرمني او ترکیې حکومتونو ته خبرداری ورکړ چې له روسیې سره‌یې سترې اقتصادي معاملې کړې دي.

مایک پنس انقرې ته وویل چې دا کار یې خطرناک دی او برلین ته‌یې خبرداری ورکړ چې د مسکو په منګولو کې به برمته شي.

مایک پنس په واشنګټن کې دا خبرې د ناټو تړون د ۷۰ کلنۍ په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې وکړې.

ترکیه او جرمني د ناټو مهم غړي دي.

پنس پر دې چې د ترکیې حکومت له روسیې د هوايي دفاع د مزائیلو سیستم اخیستی د واشنګټن انتقاد څرګند کړ.

پنس وویل:

"انقره باید د دې پرېکړه وکړي چې د ناټو په مهمو شریکانو کې پاتې کېږي یا له روسيې سره د دې معاملې له امله ناټو تړون ته ګواښ پېښول غوره ګڼي؟"

مایک پنس وویل چې دا معامله ناټو د ستر ګواښ سره مخامخ کوي.

د ترکیې حکومت له روسیې د هوايي دفاع لپاره د مزائیلو سیستم «اس-۴۰۰» اخیستی دی.

دا سیستم د ناټو د مزائیلو د سیستمونو سره مطابقت نه‌لري او د امریکا «اېف-۳۵» جنګي جېټ الوتکو ته ګواښ پېښولای شي.

واشنګټن پر ترکیې غږ کړی چې دا معامله لغوه کړي.

ارشیف، د ترکیې په انتالیا کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په یوه خبري کنفرانس کې
ارشیف، د ترکیې په انتالیا کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په یوه خبري کنفرانس کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي دا اوونۍ په انقره کې یوې خبري غونډې ته وویل چې که ترکیه د دې معاملې د عملي کولو لپاره پر مخ ولاړه شي، د امریکا بندیزونه پرې لګېدلای شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون په واشنګټن کې وویل چې له روسیې سره معامله شوې ده او په هېڅ ډول به ورڅخه په شا نه‌شي.

د جرمني حکومت له مسکو سره د «نورډ سټورم ۲» په نوم د ګاز د انتقال د یوې ډېرې لويې پروژې قرارداد کړی دی.

دا پروژه د دې لپاره ده چې د روسیې ګاز پرته له دې چې د اوکراین په خاوره کې تېر شي، جرمني ته رسوي.

د روسيې د ګاز نل‌لیکې به د بالتیک په سمندر کې تېرېږي او د روسیې لپاره ګټه دا ده چې د ټرانزیت لپاره به د اوکراین په ګډون د ډېرو اروپايي هېوادونو له مالیې خلاصه شي.

مایک پنس ویلي چې دا پروژه به جرمني تر دې حده پر روسیه متکي کړي چې د روسیې په برمته به بدله شي.

د «نورډ سټورم ۲» پروژه سږکال بشپړېږي.

واشنګټن او حتی یو شمېر اروپايي هېوادونه وېره لري چې دا پروژه به د روسیې په ګاز د ټولې اروپا اتکا په بې‌ساري ډول زیاته کړي او په دې ډول به د مسکو تله حتی په سیاسي مسايلو کې درنه شي.

XS
SM
MD
LG