د ایران په لوېدیځ او جنوب لوېدیځ کې د سېلابونو له امله په لسګونه کسان وژل شوي او په زرګونه نور مجبوره شوي دي چې خپل کورونه پرېږدي.
دغه سېلابونه چې د وروستیو بارانونو له امله بهېدلي دي، په سلګونه ښارګوټي او کلي یې په ایران کې اغېزمن کړي دي.
د لرستان غرنی ولایت او د خوزستان د تېلو د زېرمو ولایتیې تر نورو ډېر متأثر کړی دی.
پهدې ولایتونو کې له لسګونخ ښارګوټو او کلیو خلک وتلي دي، لارې او پلونه ویجاړ شوي او لږ تر لږه ۶۰ کلي په لرستان کې یو مخ تر اوبو لاندې شوي دي.
د ایراني چارواکو په وینا د خوزستان په بند کرخه سیمه کې وضعیت کړکېچن دی او حکومت مجبوره شوی دی چې د بند ډيرې اوبه خوشې کړي.
د ازادي راډيو د فردا څانګې د راپور له مخې د څو اوونیو په ترڅ کې د سېلابونو له امله ۶۰ تنه وژل شوي او یو شمېر تري تم دي.
د امریکا متحده ایالاتو د دې سېلابونو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړې او تهران تهیې د مرستې وړاندیز کړی دی.د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جګپوړی سیاسي سلاکار برایان هوک، په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال،۲۴ مارج ۲۰۱۹
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جګپوړي سیاسي سلاکار برایان هوک چې د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم دی، د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل:
"دا خبري غونډه پهداسې حال کې جوړه شوې چې ایران له سختو سېلابونو سره مخامخ دی. د دغه هېواد له ۳۱ ولایتونو څخه لږ تر لږه ۲۳ ولایتونه اغېزمن شوي دي. نن د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د یوې خبرپاڼې له خبرېدو سره خواخوږي څرګنده کړه، د مرستو وړاندیز یې وکړ. زه هم خپله خواخوږي څرګندوم."
د ایران د سره صلیب د ادارې د رئیس صارم رضایي په وینا د لرستان ولایت د شهر پل دختر وضعیت خراب دی، ټولې مواصلاتي لارې یې بندې شوې دي او له درېیو دوه برخې ښار تر اوبو لاندې شوی دی.
د فردا راډیو د راپور له مخې زرګونه کسان له سرپناه پرته او پرته له دې چې تودې جامې ولري په ډاګونو کې تر باران لاندې وخت تېروي.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د پلیو ځواکونو قوماندان محمد پاکپور وایي، د شهر پل دختر سیمې ته د مرستو د رسولو او د ژغورنې د عملیاتو لپاره سم مدیریت نهشته.
پاکپور زیاته کړه چې خلک غصه دي او حکومتي چارواکي دې سیمې ته له وېرې نهشي ورتلی.
پاکپور بیا وویل، کوم کسان چې له سېلابځپلو سیمو ایستل شوي دي په خورا ناوړه وضعیت کې دي.
د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» یوه ورځ وروسته تر دې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د واشنګټن بندیزونو ته په اشارې سره وویل چې متحده ایالاتو اقتصادي ترهګرۍ ته مخه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تهران ملامته کړ چې سېلابځپلو تهیې سمې بشري مرستې نهدي رسولي او ویېویل چې دا سېلابونه د دې څرګندونه کوي چې د ایران رژیم د ښاري پلانونو په برخه کې له ناسم مدیریت سره مخامخ دی.
د ښاغلي پامپیو په وینا متحده ایالات چمتو دی چې د نړیوال سره صلیب، سرې میاشتې او د دغو مؤسسو مربوط د نورو بنسټونو له لارې د مرستو په هڅو کې شریک شي.