لومړی وار په فبرورۍ کې ګڼ شمېر افغان سیاستوالو د مسکو په کوربهتوب له طالبانو سره خبرې وکړې او همالتهیې په دوحه کې د خپلې دوهمې ناستې په ترسره کولو سلا کړې وه.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره یکشنبه وویل چې د یوه قطري انسټټیوت لهخوا پهدغو خبرو کې د ګډون بلنه دوی ته رسېدلې ده.
ښاغلي عبدالله ویلي و چې پهدې غونډه کې د ګډون او یا نهګډون پرېکړه به په افغانستان کې وشي.
تازه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۴» د ښاغلي عبدالله عبدالله ویاند مجیبالرحمن رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د حکومت لهخوا څوک د دوحې ناستې ته نهځي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"یو قطري بنسټ دی، غواړي چې خبرې پيل شي. غواړي چې د مختلفو اړخونو استازي او د حکومت غړي ورشي، خو د ناستې د ګډونوالو لېست او وخت لا نهدی نهایي شوی، خو ډاکټر عبدالله په هېڅ صورت «قطعاً نهځي». ډاکتر صاحب په اردن کې یو اقتصادي کنفرانس دی، هلته ورځي."
د قطر د حکومت یوه پلاوي د دوحې د ناستې په اړه له افغان ولسمشر اشرف غني او پخواني جمهور رئیس حامد کرزي سره پهدې وروستیو کې لیدلي هم دي.
له ترورېزم سره د مبارزې او د لانجو د هواري په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق بن ماجد القحطاني چې د مارچ په وروستیو کې کابل ته تللی و، د سولې د پروسې او د دوحې د ناستې په اړهیې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی و.
د افغان حکومت د سولې د مرکچي پلاوي او د سولې شورا غړی مولوي عطاالله لودین ازادي راډیو ته وویل چې د سولې شورا تر اوسه د دوحې په ناسته کې د ګډون پرېکړه نهده کړې.
اخوا د سولې عالي شورا بل غړی او د مسکو د ناستې ګډونوال عزیزالله دین محمد ازادي راډیو ته وویل چې دی به د خپل ګوند په مشرۍ د دوحې ناستې ته ورځي.
نوموړي زیاته کړه:
"پهدې اړه بحثونه روان دي. که موافقې ته ونهرسېږي ګډون نهکوي، خو زه د خپل ګوند حزب اسلامي او ترقي د رئیس په توګه پهدې ناسته کې ګډون کوم."
حکومت د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د مسکو غونډې ته هم څوک نهو لېږلي او ویلي یې و چې دا ناسته نهاجرائیوي صلاحیت لري او نهیې څوک پرېکړې مني.
د دوحې په ناسته کې د شااوخوا ۲۰۰ ګډون کوونکو افغان سیاستوالو، مشرانو، مدني فعالانو، ښځو او طالب استازو نومونه په رسنیو کې خپاره شوي.
ځینو احتمالي ګډونوالو چې د نومونو د نهخپرولو غوښتنهیې وکړه ازادي راډیو ته وویل چې دا لېست دقیق نهدی.
طالبانو هم ویلي چې د دوی د غړو په اړه خپور شوی لېست دقیق نهدی.
د دوی په خبره ځیني اضافي کسان پهکې راغلي او ځیني کسان چې ګډونیې حتمي دی نومونهیې نهدي خپاره شوي.
په دوحه کې د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ تر ناستې مخکې به دا ښار د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو د شپږم دور خبرو کوربه وي.
ښاغلي خلیلزاد له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د مسکو ناسته ښه وبلله او افغان حکومتیې وهڅاوه چې په ورته ناستو کې برخه واخلي.
نوموړی وايي:
"افغان حکومت باید پهکې شریک وي. مسکو «ناسته» موږ یو منفي قدم نهبولو، خو غواړو چې دا بحثونه لا پراخ او د افغان حکومت په شمول ترسره شي. د خبرو په مېز کې باید افغان ښځې او ځوانان هم شامل وي."
خلیلزاد چې اوس کابل کې دی او د بینالافغاني خبرو لپاره د یوه ټیم د تشکیل په اړه پراخ بحثونه مخته وړي، له اسلاماباد، ازبکستان او اردن وروسته به قطر ته ځي.
د سیاسي او نړیوالو چارو پوه انتظار خادم وايي، د دوحې ناسته هغه وخت ښه نتیجه ورکوي چې قطر خپلې مشورې او نظریات په ګډونوالو تحمیل نهکړي.
دی وايي:
"قطریان باید پهدې باندې پوه شي تر هغه پورې د سولې په مسئله کې مداخله وکړي چې څومره پورې د دوی حق وي. تر هغه وخته دې افغانستان اپوزېسیون او طالبانو ته ورکړي چې ضرورت وي. تر هغه وخت باید مشوره ورکړي چې چا ترې غوښتنه کړې وي. اضافه مشوره او افراطي مداخله په قطر باندې شکونه پیدا کولای شي، د سولې پروسه خرابولای شي. طالبان او د افغانستان اپوزېسیون خفه کولای شي."
د افغان سولې د خبرو کوربه قطر هېواد په سیمه کې له ګڼو عرب هېوادونو له هغې ډلې تر ډېره له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره لویې ستونزې لري.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی ښاغلی خلیلزاد د سولې د خبرو لپاره د سیمهییزو قدرتونو د منفي سیالیو یادونه کوي او ټینګار یې دا دی چې باید ټول په ګډه د افغان سولې لپاره مثبته همکاري وکړي.
راپور: صفيالله ستانکزی