د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۹

د افغانستان د جمناسټیک لوبډله پاکستان ته ځي

ارشیف، د جمناسټیک یو تن لوبغاړی
ارشیف، د جمناسټیک یو تن لوبغاړی

ټاکل شوې چې د افغانستان د جمناسټیک لوبډله تر راتلونکو دوو ورځو پورې د دوستانه لوبو لپاره پاکستان ته ولاړه شي.

د دغه فدراسیون سکرتر جنرال فردین امید جلالي نن ازادي راډيو ته وویل چې په‌دغه ټيم کې دوه روزونکي او اته لوبغاړي شامل دي.

نوموړي وویل، لوبه به د کابل او لاهور لوبډلو ترمنځ د درېیو ورځو لپاره دوام وکړي.

د افغانستان د جمناسټیک فدراسیون په وینا لوبې به د اپرایل په ۲۷مه پیل شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG