د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

د کندز اوسېدونکي: له ۲ کالو راهیسې مخابراتي شبکې د شپې له‌خوا کار نه‌کوي


ارشیف، د کندز پر لار د موبایل انتنونه
ارشیف، د کندز پر لار د موبایل انتنونه

د کندز ولایت اوسېدونکي وايي چې له څه باندې دوه کالو راهیسې په‌دغه ولایت کې د شپې له‌خوا مخابراتي شبکې خپل فعالیت بندوي چې له کبله‌یې خلک د مازیګر له ۴ بجو د سهار تر ۶ بجو پورې انترنټي او مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه‌لري.

د دې ولایت دوو تنو اوسېدونکو حیات‌الله کاکړ او عبدالله سالارزي په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د شپې له‌خوا په کندز کې مخابراتي شبکې کار نه‌کوي او دې مسئلې د خلکو پر وړاندې خورا ستونزې راولاړې کړي، دولت له خلکو د مخابراتي شبکو مالیه اخلي، خو خدماتو ته‌یې پاملرنه نه‌کوي."

"د مخابراتي شبکو بندېدل خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي، ځکه کندز یو ناامنه ولایت دی، نو کله چې جنګ وي، خلک نه‌شي کولای د خپلو دوستانو احوال واخلي."

د دوی د خبرو پر بنسټ چې د دې ولایت چارواکو تل له خلکو سره ژمنې کړي چې مخابراتي شبکې فعالوي، خو تر اوسه پورې دغه ژمنې په عمل کې نه‌دي ثابتې شوي.

بل‌‏خوا د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري وايي چې دوی دغه ستونزه له اړوند چارواکو سره شریکه کړې ده، خو تر اوسه‌یې د حل څرک نه‌لیدل کېږي.

ارشیف، د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري، ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال
ارشیف، د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري، ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال

ښاغلي امیري زیاته کړه:

"دې ستونزې زموږ خلک له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي، کله چې د شپې له‌خوا کومه ستونزه پیدا کېږي، نو نه‌شي کولای د خپلو دوستانو سره‌یې شریک کړي، موږ په وار وار دغه ستونزه له چارواکو سره شریکه کړې ده، خو تر اوسه ورته رسېدنه نه‌ده شوې."

په ورته وخت کې د کندز د والي ویاند عصمت‌الله مرادي بیا وايي چې د ولایت رهبرۍ دغه ستونزه د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سره شریکه کړې او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره شي.

دی وايي:

"د کندز والي په هر ځل سفر کې دغه ستونزه د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر سره شریکه کړې، څو دغه ستونزه هواره شي او خلک ۲۴ ساعته مخابراتي خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي."

د کندزیانو په وینا چې دا مهال په‌دې ولایت کې د شپې له‌خوا یوازې د سلام مخابراتي شبکه فعالیت کوي، خو یوازې د دولت تر واک لاندې سیمو کې خلک ورڅخه ګټه اخیستلی شي.

ارشیف، د کندز ښار
ارشیف، د کندز ښار

دوی زیاتوي، که د وسله‌والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې له چاسره د سلام مخابراتي شبکې سیم کارت وموندل شي د نغدي جریمې تر څنګ ورته سزا هم ورکول کېږي.

د دې ولایت یو تن اوسېدونکي د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"له دوه کالو راهیسې په کندز مخابراتي شبکې کار نه‌کوي او یوازې د سلام مخابراتي شبکه کار کوي، خو د طالبانو په سیمو کې که له چاسره د سلام سیم کارت پیدا شي هم نغدي جریمه کېږي او هم ورته سزا ورکوي."

ازادي راډیو هڅه وکړه څو په‌دې اړه په کندز کې د مخابراتي شبکو د چارواکو نظر هم واخلي، خو بریالۍ نه‌شوه.

خو له دې وړاندې ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو مخالفانو ویاند معرفي کوي ویلي و چې دوی په‌دې ولایت کې د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیتونو بندیز لګولی دي.

د کندز اوسېدونکي پر حکومت غږ کوي چې دغې ستونزې ته د حل لار پیدا کړي، څو د دې ولایت خلک ۲۴ ساعته مخابراتي خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي او شته ستونزې یې هوارې شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG