د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۷

د افغان حکومت اجرائیه رئیس د اوبو د سرچینو په مدیریت او پراختیا ټينګار وکړ


عبدالله عبدالله د اوبو پنځم ملي کنفرانس ته د وینا پر مهال
عبدالله عبدالله د اوبو پنځم ملي کنفرانس ته د وینا پر مهال

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، که د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره اساسي کار ونه‌شي افغانستان به راتلونکي کې په‌دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

عبدالله عبدالله د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» د اوبو پنځم ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل:

"موږ د اوبو تر ټولو ښې سرچینې لرو، خو که په‌دې مرحله کې د اوبو د مدیریت لپاره داسې اساسي کار ونه‌شي چې د خلکو پر ژوند او د افغانانو پر وضعیت اوږدمهالې اغېزې ولري، موږ به راتلونکي نسلونو ته یو ناوړه میراث پرېږدو."

ښاغلي عبدالله همدارنګه ټينګار وکړ چې د اوبو د ښه مدیریت او سرچینو د پراختیا لپاره باید له نړیوالو تجربو ګټه واخیستل شي او له ګاونډيو هېوادونو سره هم د همکارۍ اړیکې رامنځته شي.

د اوبو د مدیریت خبره داسې مهال کېږي چې دا مهال د افغانستان ډېری اوبه د بندونو د کموالي له امله تر ډېره حده ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي.

که څه هم ولسمشر غني په کراتو ټينګار کړی چې د اوبو د مهارولو لپاره به جدي ګامونه واخیستل شي، خو د اوبو مدیریت لا هم په افغانستان کې یو له اساسي ستونزو څخه شمېرل کېږي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت بیا وايي، د اوبو د ښه مدیریت لپاره د لویو او وړو بندونو د جوړولو لپاره پراخ پلانونه لري.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر انجنیر محمد ګل خُلمي دغې ناستې ته په وینا کې وویل چې د اوبو د ښه مدیریت لپاره د لویو او وړو بندونو د جوړولو لپاره پراخ پلانونه لري.

نوموړی وايي، په هېواد کې د بندونو د جوړولو لپاره پلانونه ترتیب شوي چې ځیني د ودانېدو په حال کې دي او د ځینو مطالعه او سروې روانه ده.

په هرات کې د سلمان بند
په هرات کې د سلمان بند

ښاغلي خُلمي زیاته کړه:

"په هېواد کې د اوبو د مهارولو لپاره مطالعات او د اوبو د سرچینو په برخه کې څېړنې بشپړې شوي او یو شمېر سرچینې د ډيزاین او یو شمېر نور تر کار لاندې دي، له هغې ډلې کولای شو چې د سلما بند ۶۱۴ میلیونه متر مکعب ظرفیت ته اشاره وکړو."

د دوی په خبره، په نویو جوړېدونکو بندونو کې شاه او عروس، دهنې دره، مچلغو، کمال خان، پاشدان او دهله شامل دي.

د دغو بندونو د جوړولو خبره په‌داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د بندونو د جوړولو پلانونه د ځینو ګاونډیو هېوادونو له غبرګون سره مخ شوي او ویلي یې دي چې که په افغانستان کې د اوبو بندونه جوړ شي، پر دوی به اوبه کمې او له ستونزو سره به مخ شي.

خو د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي یووالي د حکومت په لومړیو کې په څرګند ډول دا ویلي چې په هېواد کې به د اوبو او برښنا ۲۶ لوی بندونه جوړ کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG