د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

د ناټو غړي روانه اوونۍ د روسیې پر وړاندې د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث کوي


د ناټو د نوې ودانۍ انځور
د ناټو د نوې ودانۍ انځور

تمه ده چې د ناټو غړي هېوادونه روانه اوونۍ په واشنګټن کې د روسیې پر وړاندې د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث وکړي.

د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د دغه تړون د جوړېدو د ۷۰مې کلیزې د نمانځلو لپاره د اپرېل پر څلورمه په واشنګټن کې راټولېږي.

تمه ده چې د دې خبرو ډېره برخه له روسیې سره د ناټو پر اړیکو متمرکزه وي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته د دې غونډې په اړه معلومات ورکړل.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

ده وویل:

"موږ پنجشنبه د ناټو او روسیې پر اړیکو خبرې کوو، روسیې د (اېس. اېس. سي ۸) ډوله توغندیو په پراختیا او ځای پر ځای کولو سره د (ای. ان. اف) یا د اټمي وسلې د کنټرول له تړونه سرغړونې ته دوام ورکوي، د دغو توغندیو تعقیب سخت دی او په دې ډول موږ د خوندیتوب له کموالي سره مخامخ کېږو، روسیه دغه‌راز د دې تړون د مراعاتولو په برخه کې زموږ د غوښتنو پر وړاندې درېږي، وخت په تېریدو دی، نو ځکه موږ د ناټو پر راتلونکو ګامونو خبرې کوو."

سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو نیت نه‌لري چې له ځمکې څخه هوا ویشتونکي اټمي وسله په اروپا کې ځای پر ځای کړي.

د هغه په وینا، په دې تدابیرو کې د سمندري ځواکونو او ساحلي ساتونکو روزنه، د بندرونو څارنه، تمرینات او د اطلاعاتو شریکول شامل دي.

د ناټو او روسیې اړیکې د اوکراین په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو سره د مسکو د مرستې او هم په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له‌خوا د اوکراین د کریمیا سیمې د الحاق راوروسته ترینګلې شوې دي.

د اوکراین په جګړه کې چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې پیل شوې، ۱۳ زره کسان وژل شوي دي.

سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل، په دې غونډه کې به د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په تور سمندرګي سیمه کې د اطلاعاتي چارو د لا پیاوړتیا پر اقداماتو موافقه وکړي او دغه‌راز به ګرجستان او اوکراین دواړو څخه د ناټو ملاتړ لا ډېر کړي.

د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې د ناټو رول او د دې تړون دفاعي لګښتونه به د دې خبرو یوه بله برخه وي.

تمه ده چې د ناټو سرمنشي نن سې شنبه د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري او وروسته به په کانګرس کې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG