د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د افریقا د سنیګال مسلمان فعالان د عامو خلکو په ورځني ژوند کې مهم رول لوبوي


ارشیف، د افریقایي مسلمانانو یو انځور چې د لمانځه د ادا کولو په حال کې دي
ارشیف، د افریقایي مسلمانانو یو انځور چې د لمانځه د ادا کولو په حال کې دي

په افریقايي هېواد سنیګال کې مسلمان فعالان د عامو خلکو په ورځني ژوند کې مهم رول لوبوي.

طوبی که څه هم نري سړکونه او شګلنې کوڅې لري، خو د سنیګال پر ورځني ژوند د دې ښار اغېز له پامه نه‌شي غورځول کېدای.

میلیونونه زیارت کوونکي هر کال د طوبی د مرکز په جامع جومات کې د شیخ احمدو بمبا زیارت ته ورځي.

د بمبا پلویان مریديه طریقه چې نوموړي رامنځته کړې، د اسلام لپاره خورا زیاته مهمه ګڼي.

سالي سالیو د مریديه طریقې یو مرید په دې اړه وايي:

"مریديه طریقه زموږ او په تېره زما لپاره هر څه دي، ځکه اسلام له مریدیزم سره انډول دی او دا لاره موږ تر خدایه رسوي."

کار او نظم د مریدیه طریقې په تعلیماتو کې ډېر زیات مهم دی، نو ځکه مریدیان د سوداګرۍ له ګټې سره چې شیخ بمبا تل ټینګار پرې کاوه، ډېره زیاته لېوالتیا لري.

شیخ بمبا هغه مهال فرانسوي استعمار دوه ځلې تبعید کړی و، خو دی او د سنیګال لومړنی عیسوی ولسمشر لیوپولد سیدار سینګور د عدم تشدد له مبارزې او له غیر سیاسي اسلام څخه د ملاتړ په خاطر بېرته سنیګال ته په ستنېدو بریالي شول.

د سنیګال باثباته ډموکراسي د افریقا په لوېدیځ کې د مذهبي زغم نمونه ګڼل کېږي.

د سنیګال ۹۵ سلنه وګړي مسلمانان دي چې د دې هېواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز جوړښت کې د پام وړ ګډون لري او په تېرو څو کلونو کې د مریدیانو د بېلابېلو څانګو سیاسي نفوذ هم هلته خورا زیات پیاوړی شوی دی.

ارشیف، د افریقایي مسلمانانو یو انځور
ارشیف، د افریقایي مسلمانانو یو انځور

په ۲۰۰۰ کال کې عبدالایي وادې د نورو سنیګالي سیاستوالو په څېر د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مریدیانو له نفوذ او د مریدیه اسلام له شبکې څخه د کمپاین لپاره کار واخیست او ولسمشر مککې سال د سني مریدیانو په مټ سږني انتخابات وګټل.

د تاریخ لیکوال شیخ ګويي وايي، د سنیګال د هر سیاستوال د بریا لپاره د مریدیانو تأیید مهم دی.

ده وویل:

"مذهبي مشرانو ته خلک لازیات درناوی کوي، خلک د دوی ونډې او روحاني لارښوونو ته په درنه سترګه ګوري، ځکه هم خلک او هم سیاسي شخصیتونه د مریدانو حیثیت لري."

د طوبی د جامع جومات د کتابتون مسؤل مصطفی دیاتارا وايي، مریدیه فعالان یا خلیفه‌ګان د سنیګالیانو د سیاسي اختلافونو د حل لپاره تل منځګړیتوب کوي.

نوموړي وویل:

"اوس‌مهال څرنګه چې مریدیه طریقه سپارښتنه کوي، مسلمان فعالان تل د امن او د تشدد د مخنیوي غوښتنه کوي."

په افریقايي ساحل او د نړۍ په ډېرو نورو سیمو کې اسلام‌پالې افراطي ډلې ملکي وګړي ګواښي، خو د سنیګال خلک برعکس د مریدیانو له نفوذ څخه کار اخلي، ځکه دوی د افراطي اسلام‌پالو په څېر پر خلکو بې‌ځایه قیودات او محدودیتونه نه وضع کوي، بلکې تر ډېره په دې هېواد کې د سیکولر اسلام او د ډموکراسۍ د ارزښتونو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG