د افغانستان د مشرانو جرګې یو عزل شوی انتصابي سناتور وايي، اساسي قانون د هېواد د جمهوري ریاست لهخوا نقص شوی دی.
د افغانستان د مشرانو جرګې عزل شوي انتصابي سناتور باختر امینزی د افغانستان پر خلکو، سیاسي ګوندونو او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې دې د لوړپوړو چارواکو لهخوا د قانون د ماتولو مخه ونیسي.
ښاغلي امینزي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۲» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، ۶ میاشتې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د مشرانو جرګې د انتصابي سناتور په توګه ګمارل شوی، خو په دې وروستیو کې د جمهور رئیس د یو بل حکم له مخې له دندې لیرې کړای شوی دی.
ده وویل، په اساسي قانون کې د انتصابي سناتور د کار موده پنځه کاله ده او پرته له موجبه د یوه سناتور عزل کول د اساسي قانون خلاف عمل دی.
ده وویل:
"دلته زما شخصي موضوع مطرح نهده، هدف دا دی چې اساسي قانون په څرګنده توګه نقص شوی دی، له دې قانونه به په پوره توان دفاع کوو، دا به مو د افغانستان پر دولت، نړیوالې ټولنې، ولسونو، مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو غږ وي چې د قانون پر وړاندې باید بېتفاوته ونهاوسو."
ده له ولسمشره وغوښتل چې په دغه اقدام له سره غور وکړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه چې یو انتصابي سناتور څنګه په ۶ میاشتو کې له دندې لیرې کېږي؟ د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ مسؤلین وپوښتو، خو هغوی وویل چې یاده موضوع په پارلماني چارو کې د دولت په وزارت پورې اړه لري.
له یاد وزارت سره مو پرلهپسې اړیکې ونیولې، خو ځواب مو ترلاسه نهکړ.
عزل شوي انتصابي سناتور امینزي وویل، یو انتصابي سناتور هغه مهال د جمهور رئيس په حکم له دندې لیرې کېږي او پر ځای یې بل انتصابي سناتور نیسي چې وړ نهوي، دوامداره غیابت ولري او یا مړ شوی وي.
ده وویل، د ده د لیرې کېدو د اقدام څرنګوالی ورته روښانه نهدی.
د حقوقي چارو پوه عبدالشکور دادرس وايي، د انتصابي سناتور په ګمارلو کې یوازې د جمهور رئیس اراده موجوده وي، له دې امله د انتصاب او عزل دواړو صلاحیت لري.
دی زیاتوي:
"هغه څوک چې د دوو ارادو یا د مقنن د حکم په اساس راغلی وي، د جمهور رئیس صلاحیتونه محدودېږي، خو کله چې دی په خپله اراده څوک تعیینوي، دا په دې معنی نهده چې د تعیین په اړه خپل تصمیم بېرته نهشي اخیستلی."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې، د دې هېواد د ملي شورا مشرانو جرګه له درې ډوله سناتورانو جوړېږي چې د انتصابي سناتورانو دورهیې پنځه کاله، د ولایتي شوراګانو له لارې د راغلو سناتورانو دوره څلور او د ولسوالیو د شوراګانو له لارې د راغلو سناتورانو دوره درې کاله وي.
راپور: خان محمد سیند