د کابل یو شمېر اوسېدونکي په دولتي ادارو کې د افغانستان د اساسي او نورو فرعي قوانینو د نهپلي کېدو له امله شکایت کوي.
په افغانستان کې د اساسي قانون او لسګونه نورو فرعي قوانینو له تصویبه د یوې لسیزې د زیاتې مودې په تېرېدو لا هم د کابل یو شمېر اوسېدونکي په دولتي ادارو کې د قانون د نهپلي کېدو او د قانون د ځينو مادو د نقض له امله شکایت کوي.
دوی د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۲» ازادي راډيو ته وویل، په هېواد کې د قانون د ښه تطبیق لپاره حکومت باید په دولتي ادارو کې مسلکي کسان او قانون پوهان وګماري.
صابر او ذکي شریفي د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په ځینو مسایلو کې اساسي قانون او نور قوانین نهپلي کېږي او لاملیې هم په دولتي ادارو کې د مسلکي کسانو نشتوالی دی، یعنې کار وړ کسانو ته نهسپارل کېږي."
"تاسو یې خپله ګورئ، هغو مسؤلینو چې خپلهیې قانون تدوین کړی، هغوی یې خپله نهتطبیقوي، هېڅ زورواکی قانون نهعملي کوي."
دوی زیاتوي چې د اساسي قانون تر څنګ په هېواد کې د ملي شورا له لوري تصویب او د ولسمشر له لوري توشېح او نافذ شوي نور فرعي قوانین هم په سمه توګه نهتطبیقېږي.
دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې وړاندې پر اساسي قانون د څار کمېسیون ویلي وو چې د اساسي قانون یو شمېر مادې د دولت د درې ګونې قوې له لوري نقض شوي دي.
تر دې مخکې هم په بېلابېلو برخو کې قوانین جوړ او نافذ شوي، خو د دغه ښار د اوسېدونکو په خبره، عملي جنبهیې نهده خپله کړې.
له دې سره د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د ستاژرانو د ستاژ د دوهمې تقنیني دورې په فراغت غونډه کې وویل، د قانون جوړونې په برخه کې په کافي اندازه د متخصصینو نشتوالی په دې برخه کې ستونزې جوړې کړې دي.
ده وویل:
"د عدلیې وزارت د هېواد قانون جوړونې په پروسه کې د ستونزو د حل لپاره او د خپلو قانوني مکلفیتونو د ترسره کولو په هدف د مسلکي روزنې یو پروګرام د عدلیې وزارت د تقنیني ستاژ په نامه درې کاله مخکې د قانون جوړونې ریاست په چوکاټ کې جوړ کړ چې ننیې موږ د دوهمې دورې فراغت غونډه کې یوو."
د عدلیې وزیر دا هم وایي چې ټولې اړوندې ادارې باید له دغه وزارته فارغ شوي کسان د حقوقي سلاکارانو او کارپوهانو په توګه په کار وګماري.
په ورته وخت کې د کابل ښار اوسېدونکي ټینګار کوي چې که حکومت په ټول هېواد کې قانون حاکم کړي، دا موضوع به په هېواد کې د سولې او ثبات زمینه برابره کړي.
راپور: فېروزه عزیزي