د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ له سقوط وروسته چارواکي او ولایتي شورا په دې ولایت کې د ناامنیو د زیاتېدو او د طالبانو په لاس د نورو سیمو د سقوط له کبله اندېښنه څرګندوي.
دوه ورځې وروسته له دې چې طالبانو ارغنجخواه ولسوالۍ ونیوله، د بدخشان والي په یوه خبري غونډه کې وویل چې دې ولسوالۍ د سیمې د ملکي او امنیتي چارواکو د بېکفایتۍ او نهپاملرنې، د هوا د خرابۍ او د مرستندویه ځواکونو په استولو کې د ځنډ له کبله سقوط وکړ.
والي احمد فیصل بېګزاد خبریالانو ته وویل چې سیمهییزې ادارې له ټولو قوماندانانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او امنیتي ادارو سره د پوځي عملیاتو د پیل په اړه خبرې کړي او د ارغنجخواه ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات به ډېر ژر پیل شي.
ده وویل:
"موږ به له امنیتي ځواکونو سره ګډه غونډه وکړو او په دې برخه کې به لازمې پرېکړې وکړو او ورپسې به له سیمهییزو قوماندانانو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره غونډه وکړو او مسئله به له مرکز سره شریکه کړو، هیله ده چې په ارغنجخواه کې به داسې عملیات وکړو چې نتیجه بهیې مثبته وي."
د بدخشان د ولایتي شورا غړي وايي چې د ارغنجخواه له سقوط څخه درې ورځې تېرې شوي، خو د دې ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره د عملیاتو پلان لاهم نهدی جوړ شوی.
د ولایتي شورا رئیس بشیر صمیم ازادي راډیو ته وویل، که عملیات ډېر ژر پیل نهشي، نو طالبان به د بدخشان نورې سیمې هم ونیسي.
ده زیاته کړه:
"په راغستان، کوهستان او زیباک ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو کچه د ارغنجخواه په پرتله ډېره لوړه ده، نو که پاملرنه ونهشي او عملیاتي پلانونه عملي نهشي، موږ اندېښمن یوو چې ښايي نورې ولسوالۍ او کلي او بانډې هم له لاسه ورکړو."
په همدې حال کې په ارغنجخواه ولسوالۍ کې د جګړې له کبله بېځایه شوې کورنۍ په ناوړه بشري حالت کې ژوند کوي.
د دې سیمې یو اوسېدونکی حامد وايي، اوسمهال له ۲۰۰ زیاتې کورنۍ د نورو جګړو له وېرې له ارغنجخواه څخه مرکز فیضاباد او بهارک ولسوالۍ ته کډه شوي دي.
نوموړي وویل:
"د خلکو وضعیت ډېر خراب دی، تر دې دمه شااوخوا ۲۰۰ کورنۍ بهارک ولسوالۍ او مرکز فیضاباد ته کډه شوي دي چې په ډېر بد حالت کې ژوند کوي، دوی د خلکو په کورونو کې اوسي او په هر کور کې له ۵ تر ۶ تنو پورې کډوال دېره شوي، د ارغنجخواه د خلکو غوښتنه دا ده چې د دوی په سیمه کې ژر تر ژره عملیات پیل او دا ولسوالۍ بېرته ونیول شي."
د بدخشان د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان او عام اوسېدونکي همداراز د فیضاباد تر پنځه کېلو مترۍ پورې د طالبانو د رسېدو له کبله هم اندېښمن دي.
دوی وايي، د بدخشان امنیتي ادارې د ناامنیو د مخنیوي توان نهلري او خبرداری ورکوي چې که مرکزي دولت دې مسئلې ته پاملرنه ونهکړي، نو طالبان به د دې ولایت پر پراخو سیمو ولکه ټینګه کړي.
له وردوج او یمګان وروسته ارغنجخواه د بدخشان ولایت درېیمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو په ولکه کې ده او په ۱۲ نورو ولسوالیو کې یې هم په لږه او ډېره کچه امنیتي ګواښونه شته.