د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د خپل سفر پرمهال د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه توب لپاره چمتووالی ښودلی دی.
کابل د یکشنبې په ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر کوربه و.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي ازادي راډیو ته وویل عبدالعزیز کاملوف په دغه سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره لیدلي دي.
ښاغلی احمدي وايي، کاملوف ویلي چې هېواد یې چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د احتمالي خبرو کوربه شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره، د ازبکستان او افغانستان د چارواکو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي مسایلو په پراختیا هم خبرې شوي دي.
ده وویل:
"هغه مسئله چې افغانستان ته ډېر اهمیت لري، د پلخمري د برښنا پروژه او د مزارشریف – هرات د اوسپنې پټلۍ ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر غواړي چې عملي کار یې د ازبکستان له لوري پیل شي، همدارنګه پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو همکاریو، د سولې په پروسې او په افغانستان کې د زیربنايي پروژو پر پراختیا هم خبرې وشوې."
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ازبکستان له لوړ پوړي پلاوي سره چې د هغه هېواد د ملي امنیت مشاور ویکټور محمودوف او د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په کې شامل وو، لیدلي دي.
دغه لیده چې په ارګ کې شوي، دواړو خواوو په کې د سولې، سیمه ییز اتصال، د دواړو هېوادونو ترمنځ په زیربنايي پروژو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمه ییزو مسایلو او اقتصادي اړیکو نظریات تبادله کړي دي.
همداشان د ازبکستان د ملي امنیت مشاور ویکټور محمودوف د افغانستان د ملي امنیت له مشاور حمدالله محب سره هم کتلي دي.
د ملي امنیت د شورا د دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دواړو هېوادونو د ملي امنیت د مشاورینو تر مشرۍ لاندې دوه اړخیز امنیتي کمېسیون هم دایر شو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ، د مخدره موادو او افراطیت پرضد پر ګډې مبارزې، سرحدي همکاریو او د افغانستان د امنیتي بنسټونو په چوکاټ کې پر روغتیایي همکاریو هم بحثونه وکړل.
راپور: خان محمد سیند