د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

د احصایې مرکزي اداره: له نیمايي ډېر افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي


آیا می‌خواهید با زلفیه کمک کنید؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:55 0:00

آرشیف/ ایا غواړئ چې له زلفیې سره مرسته وکړئ؟

د افغانستان د مرکزي احصايې د ادارې تازه موندنې هم ښیې چې تر نیمايي ډېر افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د دي ادارې سروي ښیې چې ۵۱،۷ سلنه وګړي له بېلابېلو بېوزلیو سره مخ دي.

د دغې ادارې مسلکي معین حسیب الله موحد د یکشنبې په ورځ په دې اړه یوې غونډې ته وویل چې د بېوزلۍ دغه کچه په بېلابېلو برخو وېشل کېږي.

دی وایي:

"که چېري موږ بېلابېلو اړخونو ته متوجې شو، یعنې بېلابېلو اړخونو ته پام وکړو، نو ۳۶،۳ سلنه وګړي له بېوزلۍ سره مخ دي، مونږ د بېوزلۍ دا کچه د بېلابېلو اړخونو له لارې څېړلي دي."

د دغې سروې پایلې ښيې چې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي، خو دغه پرمختګونه د ولایتونو په کچه متوازن نه ‎دي.

خانوادۀ حشمت سربازِ که در کندهار کشته شد با فقر روبه‌رو است
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

په دغه سروې کې د ولایتونو په کچه بېوزلي، د خوړو خوندیتوب، کاري وضعیت، روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاسرسی او پوهنه شامل دي.

اخوا په کابل کې د یوې خېمې لاندې ناسته مېرمنه مهتاب ګل وايي، پنځه بچیان لري او مېړه یې فلج دی.

دا وايي، دوه واړه زامن یې له ښوونځي پاتې او ښار کې په شاقه کارونو بوخت دي، ځکه هېچ چا یې لاسنیوی نه دی کړی.

دې زیاته کړه:

"هېڅ چا زمونږ لاس نیوی ونه کړ، څه ووایم، بېوزله یوو، نه حکومت او نه هم خلکو زمونږ پوښتنه وکړه، زړه مې سوری سوری دی."

آرشیف/ په کابل کې د یوې بېوزلې مېرمنې انځور
آرشیف/ په کابل کې د یوې بېوزلې مېرمنې انځور

​د مهتاب ګل واړه زامن افسر او ناصر چې په ښار کې سپیلني دودي، وايي:

"دوه نیم سوه چې وګټم سل پنځوس باندې یې کور ته ډوډۍ راوړم، ښوونځی مې پریښی، کار کوم، له حکومته یوازې دومره هیله لرم چې د مکتب زمینه برابره کړي."

"ډوډۍ مونږ ته څوک راوړي؟ غریبان یوو، پیسې نه لرو، یوازې ماښام ډوډۍ خورم، نوره ډوډۍ نه وي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان هم په خپل یوه راپور کې ویلي چې ۱۳ نیم ميلیونه افغانان له فقر سره مخ دي.

د اقتصادي ودې خرابوالی، د وګړو او اقتصادي ودې ترمنځ نا انډولي، د کورني تولید کموالی او پر وارداتو تکیه د دې وضعیت اصلي دلایل دي.

خو د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي ټينګار کوي چې نوي پروګرامونه تر لاس لاندې دي او د بېوزلۍ د کچې راټیټولو لپاره به کارې زمینې زیاتې کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG