د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

په ترکيه کې خلکو د ښاروالیو په انتخاباتو کې رأيه اچونه پيل کړې


په ترکیه کې د ښاروالۍ د انتخاباتو د رأیې اچونې د یوه مرکز انځور
په ترکیه کې د ښاروالۍ د انتخاباتو د رأیې اچونې د یوه مرکز انځور

په ترکيه کې خلکو د خپل هېواد د ښاروالیو په انتخاباتو کې رأيه اچونه پيل کړې ده.

ځينې نظرپوښتنې ښيي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ واکمن ګوند عدالت او پرمختګ به په پلازمېنه انقره او نورو لویو ښارونو کې له ماتې سره مخامخ شي.

د نننیو انتخاباتو په نتیجه کې نږدې یو زرو څلور سوه ښاروالان او د ښاروالیو د شوراګانو غړي ټاکل کېږي.

که څه هم ځينې نظرپوښتنې وايي چې د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان په مشرۍ واکمن ګوند به په ځينو ښارونو کې زياتې رأيې ونه ګټي، خو ښاغلي اردوغان د بريا تمه ښوولې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

ده وویل:

"هغسې چې د ملي غورځنګ د ګوند مشر دولت باهجيلي څرګنده کړې، د مارچ ٣١مه د بقا ورځ ده، که خداى کول موږ به دغه انتخابات وګټو، موږ به په ګډه ګټونکي يوو او موږ به مخ ته ځو."

له کله چې د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د عدالت او پرمختګ ګوند په ٢٠٠٢ میلادي کال کې واک ته رسېدلى، په دغه هېواد کې يې هر انتخابات ګټلي دي.

په استانبول کې د ښاروالۍ د شورا يوه کانديد اکرم امام اوغلو له روېټرز اژانس سره په خبرو کې د ولسمشر اردوغان پر څرګندونو انتقاد وکړ او ویې ویل:

"اول خو دغه انتخابات د بقا په توګه يادول غلط کار دى، موږ دا موضوع نه منو، محلي انتخابات څه ته وايي؟ يعنې محلي ستونزو ته بايد پام وشي، په دې موده کې موږ په يوازې توګه خلکو ته په استانبول کې د انبار شويو ستونزو د حل په اړه خبرې کوو."

له کله چې د ترکيې وګړو په ۲۰۱۷ میلادي کال په اساسي قانون کې د تعديلاتو په مرسته د ولسمشر اجرائيوي صلاحيت زيات کړ، دا لومړی ځل دی چې په دې هېواد کې د ښاروالیو انتخابات کېږي.

خو په ترکيه کې د اقتصادي بحران، بېکارۍ او د پيسو د انفلاسيون يا پړسوب له کبله واکمن ګوند له زياتېدونکي مخالفت سره مخامخ شوى دى.

نظرپوښتنې ښيي چې په پلازمېنه انقره کې د ښاروالۍ لپاره د اپوزيسيون کانديد منصور يواش تر نورو مخکې دى.

ولسمشر اردوغان پر ده د کمپاين د غونډو پر مهال څو وارې انتقاد کړى چې ګواکې جعلکاري يې کړې او ماليه يې نه ده ورکړې.

يواش چې په ٢٠١٤ میلادي کال کې هم په انقره کې د ښاروالۍ انتخاباتو ته ولاړ و، نه و توانېدلى چې ګټونکى شي، پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

يواش د عدالت او پرمختګ ګوند له کانديد محمد اوزهاسيکي سره چې پخوا د کليو پراختيا وزير و، مخامخ دى.

په ترکيه کې چې د وګړو شمېر يې ٨٢ ميليونو ته رسېږي، تر ٥٧ ميليونه ډېر وګړي د رأيې ورکولو پر شرايطو برابر دي.

XS
SM
MD
LG