د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

مسؤلين: په ارزګان کې سږکال د ښځينه زده کوونکو شموليت کم و


ارشیف، په ارزګان کې د ښځینه زده کوونکو د یوه ټولګي انځور
ارشیف، په ارزګان کې د ښځینه زده کوونکو د یوه ټولګي انځور

په ارزګان کې مسؤلين وايي، په دغه ولايت کې د نورو کلونو په پرتله د ښځينه زده کوونکو په نوي شموليت کې کموالی راغلی دی.

چارواکي وايي، لامل يې کلتوري ستونزې، نا امني، د تدريس د موادو کموالی او د مسلکي ښوونکو نشتون دی.

ښځينه زده کوونکي له چارواکو غوښتنه کوي چې تدريسي مواد ورته پوره کړي او
مسلکي ښوونکي په ښوونځي کې ورته زيات کړي.

د پوهنې رياست چارواکي هم په دغه ولايت کې د زده کړو په برخه کې د تدریسي
موادو کموالی مني، خو ژمنه کوي چې دغه ستونزه به ډېر ژر حل کړي.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG