د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

هشت صبح: ارګ هڅه کوي چې د سولې په اړه د سیاسیونو لیدلوري سره یو کړي


هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، په قطر کې له طالبانو سره د امریکايي چارواکو او افغان سیاستوالو د موازي لیدلو کتنو په رانېږدې کېدلو سره، ارګ هم هڅه کوي چې د سولې په اړه د سیاسیونو متفاوت لیدلوري سره یو کړي.

په مطلب کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له مودو ورسته د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر سیاسیونو سره کتلي دي.

ورځپاڼه لیکي، ارګ په خپله خبرپاڼه کې دا ناسته مشورتي ګڼلې او ویلي یې دي چې په دغه ناسته کې پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي هم برخه اخیستې وه.

په مطلب کې راغلي، ولسمشر غني دغه ناسته رغوونکې بللې او په خپل یو ټوېټ پیغام کې یې لیکلي چې له افغان سیاسیونو سره به ورته ناستې دوام وکړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په مزارشریف کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ورستۍ څرګندونې راخیستي دي.

ورځپاڼه لیکي، جنرال دوستم خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل، که له طالبانو سره د سولې خبرې نتیجه ورنه کړي، د مبارزې لپاره به د خلکو تر څنګ ولاړ وي.

په مطلب کې راغلي، جنرال دوستم دا هم ویلي، مونږ ډاډه یوو چې ۴۰ کلنه جګړه پای ته رسېږي، خو د سولې د خبرو له امله به روان کال هم جګړه شدیده وي.

د مطلب لیکونکی لیکي، نوموړي دا خبره هم کړې چې که وضعیت خراب شو، نو چپنه به مې کفن هم شي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم په حواله ورځپاڼې دا هم ویلي چې که افغان دولت د پوځي عملیاتو بشپړ صلاحیت ورکړي، په شپږو میاشتو کې به د افغانستان شمال او شمال ختیځ د وسله والو طالبانو له شتونه پاک کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له پرون راهیسې پر غځول شوې ډیورند کرښه د پاکستاني ملېشو له خوا تېر شوی اغزن سیم د سیمو د اوسېدونکو له خوا په زور ټول شوی او دا لړۍ لا هم روانه ده.

په مطلب کې راغلي، یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، په کې لیدل کېږي چې دغه خلک د پاکستان پر ضد شعارونه ورکوي او اغزن سیم په تېږو ولي او له منځه یې وړي.

په مطلب کې چې یاده ویدیو سرچینه ګرځول شوې، دا هم راغلي چې معترضین وايي، دا سیم د پاکستان ملېشو په زور غځولی او دواړو خواوو پښتنو ته د منلو نه دی.

XS
SM
MD
LG