د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

د افغانستان مخابراتي شرکتونو ته د اترا ادارې خبرداری!


ارشیف
ارشیف

اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وایي چې ټول هغه مخابراتي شرکتونه چې د انټرنټ او خدمتونو کیفیت یې ټیټ وي، جریمه به شي.

اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وايي چې له مخابراتي شرکتونو سره په ناستو کې یادو شرکتونو ژمنې کړي چې په روان لمریز کال کې به د انټرنټ د کیفیت د ښه والي لپاره لاپانګونه کوي.

د دغې ادارې رئیس محمد نجیب عزیزي د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، هغه شرکتونه چې جرایم ولري، مجازارت به شي.

ده وویل:

"مخابراتي شرکتونو ژمنې کړي چې په ۱۳۹۸ کال کې به په خپلو شبکو او فریکانس لویه پانګونه کوي، ترڅو کیفیت ښه شي، اترا همدا شان د جواز د شرایطو مطابق د انټرنټي خدمتونو له کیفیته جدي څارنه کوي، څو میاشتې وروسته چې تخنیکي ټېسټونه بشپړ شي، هغه جرایم چې د انټرنټي خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله وي، ان شاالله له تاسې سره به یې شریک کړم."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو د انټرنټ د ټيټ کیفیت او لوړ لګښت پرضد په ټولنیزو رسنیو کې پراخ کمپاین پيل شوي و.

ارشیف
ارشیف

خلکو په دې برخه کې اترا اداره پړه بللې او له مانا دارو او سمبولیکو تصویرونو سره جوخت یې دا لیکلي چې اترا چرته ده؟

په دې اړه رسنیو هم راپورونه درلودل، یو شمېر کابل ښاریانو په دې اړه ازادي راډیو سره خپل شکایتونه شریک کړي وو.

دوی ویل چې شرکتونه د خپلو اعلانونو په شان خدمتونه نه وړاندې کوي.

له دغو ټولو وروسته بالاخره اترا اړه شوه چې په دې اړه له شرکتونو سره کېني او د خلکو اندېښنې ورسره شریکې کړي.

اترا وايي، په نویو پرمختګونو کې مخابراتي شرکتونو ژمنه کړې چې هره میاشت به له شبکو سره د مشتریانو اړیکې چې پخوا هره دقیقه دونیمې افغانۍ وه، اوس به وړیا وي.

دغه شان به د شکایتونو د ثبت ۹۹۹ او ۹۹۸ شمېرو سره تماس هم وړیا وي.

که څه هم خلک د اترا له دې اقدامه هرکلی کوي، خو وايي چې مخابراتي شبکې زیاتې ستونزې لري.

دوه تنه کابل ښاریان په دې اړه ازادي راډیو ته وایي:

"زما نوم وحیدالله په رښتیا هم مخابراتي شرکتونه زیاتې پیسې خوري، داخلي شبکو ته زیات لګښت لري، انټرنټ یې کمزوری وي، اعلانونه د فورجي او تري جي کوي، خو کار یې خورا کمزوی دی."

"نوم مې سرادار محمد دی، پخوا ښه و، ۹۹۹، اطفایې او پولیسو ته به دې چې زنګ واهه، پیسې یې نه خوړې، اوس ېې خوري، موږ له اترا غواړو چې دا هر څه کنټرول کړي."

په افغانستان کې دا مهال روشن، اتصلات، افغان بیسم، ام ټي این او افغان ټلیکام مخابراتي شرکتونه فعالیتونه لري.

اترا په خلکو باندې غږ کوي هر هغه څوک چې د مخابراتي شرکتونو د جرایمو په اړه اسناد لري، د دوشنبې په ورځ دې له دغه ادارې سره شریک کړي، څو د جواز د شرایطو مطابق اړوند شرکتونه مجازات شي.

اترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وايي چې په بازار کې نا راجستر شوي لکونه سیم کارتون یې ضبط کړي او دغه لړۍ دوام لري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG