د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په ښوونځیو او مدرسو کې له ماشومانو د جنسې ګټې اخیستنې راپورونه ټکان ورکوونکي ګڼي او په وړاندې یې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
د دغه کمېسیون مشره سیما سمر دا راپورنه د اندېښنې وړ بولي او په وړاندې یې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
دې وویل:
"په ښوونځيو او مدرسو کې د ماشومانو د ځورونو په تړاو هېڅ ډول قوانین نشته، ترڅو په مدرسو او ښوونځيو کې په دې برخه کې څارنه وشي، دا زمونږ د اندېښنې وړ او ټکان ورکوونکي راپورونه دي."
یو شمېر کورنۍ بیا وايي، که چېری په ښوونځیو او مدرسو کې له ماشومانو د جنسې ګټې اخیستنې موضوع ته جدې پاملرنه ونه شي، دوی به اړ شي چې خپل ماشومان له ښوونځيو منعه کړي.
د کابل ښار دوو اوسېدونکو احمد ضیا الکوزي او حاجي منګل وویل:
"په ښوونځيو کې د جنسي ځورونې مسئلې مونږ اندېښمن کړي یوو، حتی ډېرو کورنیو دا پرېکړه کړې چې خپل ماشومان ښوونځي ته ونه لېږي، که چېري د جنسي ځورونې موضوع جدي ونه نیول شي او عاملین یې مجازات نه شي، دا پېښې به لا زیاتې او مخنیوی به یې ناشونی وي."
“باید مجازت شي، داسې سېستم جوړ شي چې دوی تعقیب کړي، که بیا نه اصلاح کېږي، باید له دندې یې لېري کړي."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ښوونځیو او مدرسو کې له ماشومانو د جنسې ګټې اخیستنې په تړاو له رسنیو یو شمېر راپورونه خپاره شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت بیا وايي، په ښوونځیو او مدرسو کې له ماشومانو د جنسې ګټې اخیستنې د مخنیوي په هدف د یوې بېړنۍ پالېسۍ په جوړو غور کوي.
د دغه وزارت مرستیال محمد ابراهیم شینواري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"دا د پوهنې وزارت لپاره په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده او دا زمونږ د دین او فرهنګ خلاف کار دی او نن مونږ د رهبرۍ په شورا کې په دې اړه پرېکړه وکړه، څو په دې تړاو عاجله پالېسي جوړه شي."
ښاغلی شینواری ډاډ ورکوي چې د نوې پالېسې په جوړېدو سره به د دغو پېښو جدي مخنیوی وشي.
راپور: ناجیه ساپۍ