د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

جرمني اژانس: د طالبانو په وروستيو حملو کې شااوخوا ٣٠ سرتېري او ۲ ملکيان وژل شوي


ارشیف: په جلال اباد کې د تېر میلادي کال د جون د میاشتې د چاودنې د ځای یو انځور
ارشیف: په جلال اباد کې د تېر میلادي کال د جون د میاشتې د چاودنې د ځای یو انځور

په داسې حال کې چې د امريکا متحدو ايالتونو له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکرې چټکې کړي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ناامنيو په وروستيو پېښو کې تر ٣٠ زيات کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې شااوخوا ٣٠ افغان امنيتي پوځيان او دوه ملکيان د طالبانو په وروستيو حملو کې وژل شوي دي.

د جرمني خبري اژانس په حواله، دغه کسان په تېرو ٤٨ ساعتونو کې د افغانستان په ٥ ولايتونو کې وژل شوي دي.

په غزني ولايت کې د ولايتي شورا غړي وايي چې ١٥ پوليس په دوو ساحو کې د طالبانو په حملو کې وژل شوي دي.

خو د والي وياند محمد عارف نوري بيا جلا ارقام وړاندې کوي او وايي، د وژل شويو پوليسو شمېر تر دې کم ښيي.

ښاغلي نوري نن جمعه ازادي راډيو ته وويل:

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري

"د درېيمې امنيتي حوزې امر لومړى څارن مجيب الرحمن محمودي په ګډون ٩ امنيتي سرتېري شهيدان شوي او ٦ تنه نور ټپيان شوي دي، په دې نښته کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه پورې يې کره شمېر راسره نه شته."

په بدخشان ولايت کې بيا د ولايتي شورا ځينو غړو د جرمني خبري اژانس ته ويلي چې ٧ پوليس په روانه جګړه کې وژل شوي دي.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډيو ته ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید پیل کړ چې له کبله يې یوه پوسته سقوط او ۶ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته.

بل خوا د بدخشان د ولايتي شورا ځينو غړو ويلي چې وسله والو طالبانو له تېرې پنجشنبې راهيسې په ارغنج خواه ولسوالۍ کې شااوخوا ٤٠ پوليس محاصره کړي دي.

هلته په هلمند ولايت کې پر يوه پوسته د وسله والو طالبانو په حمله کې ٥ پوليس وژل شوي دي چې د هلمند د والي وياند دا خبر تأييد کړى دى.

د زابل د ولايتي شورا مشر بيا ويلي، وسله والو طالبانو په زابل ولايت کې هم ٧ پوليس په جلا حمله کې وژلي او ٨ تنه نور ټپيان دي.

اژانس په لغمان کې د طالبانو په توغول شوي هاوان کې د ٢ ملکيانو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.

د ولايت يوه وياند ويلي چې په پېښه کې ٨ نور کسان ټپيان شوي دي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزير اسد الله خالد د پنجشنبې په ورځ خبردارى ورکړ چې وسله والو طالبانو پراخې او شديدې حملې ته چمتووالى نيولى دى.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزير اسد الله خالد
د افغانستان د دفاع سرپرست وزير اسد الله خالد

ده ټينګار وکړ چې افغان ځواکونه بايد چمتووالى ولري.

د افغانستان دفاع وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په څو ولایتونو کې د څو عملیاتو په ترڅ کې یې شپږ وسله وال مخالفان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د جرمني خبري اژانس ليکي، که څه هم وسله والو طالبانو د امريکا له متحدو ايالتونو سره د سولې په مذاکرو کې برخه اخيستې، په عين حال کې يې پر افغان امنيتي ځواکونو لويې حملې هم کړې دي.

د بحران نړيوالې ډلې ويلي، وسله وال طالبان هڅه کوي چې په خپلو لويو حملو سره په سياسي مذاکرو کې امتياز ترلاسه کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ اروپايي هېوادونو، افغانستان او سیمې ته د خپل سفر نوې دوره پیل کړې او تمه ده چې د طالبانو له استازو سره بیا هم د شپږم وار لپاره په قطر کې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG