د هلمند ولايت چارواکي د نشه يي موادو په توليد او ساتنه کې د قاچاق کوونکو او طالبانو تر منځ د انډيوالۍ خبر ورکوي.
په هلمند ولایت کې د (۱۳۹۸) شمسي کال لومړۍ اوونۍ د افغان ځواکونو لپاره مرګونې اوونۍ وه.
د راپورونو له مخې، دا مرګ ژوبله هغه مهال وشوه چې افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو سره په داسې حال کې مخامخ شول چې طالبانو د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو ملاتړ کاوه.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل، افغان ځواکونه له طالبانو سره د جګړې ترڅنګ هڅه کوي چې د نشه يي موادو زېرمې او کارخانې ويجاړې کړي، خو وسله وال طالبان د نشه يي موادو د زېرمو ساتنه کوي او نه غواړي چې خپله دغه مالي سرچينه يې له لاسه ووځي.
ده وویل:
"افغان ځواکونه په هغو ځایونو کې عملیات کوي چې هلته کوکنار کرل کېږي، د دولت وسله وال مخالفین د دې لپاره چې د کوکنارو کښتونه او عواید یې له لاسه ونه وځي، په ځینو سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي او هڅه کوي چې دا مالي سرچینې په خپل واک کې ولري، ټولې هغه سیمې چې د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې دي، هلته خامخا قاچاق کوونکي او د نشه يي موادو سترې کارخانې هم شته."
د سیګار د وروستي راپور پر اساس، د کوکنارو ډېره برخه په هلمند ولایت کې کرل کېږي، دغه ډول د افغانستان په سلو کې (۸۵) تاریاک هم په دې ولایت کې توليد او د بهرنیو قاچاق کوونکو له خوا نړیوالو بازارونو ته قاچاق کېږي.
بهرنیو ځواکونو د (۲۰۱۷) ميلادي کال په وروستیو کې د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو هوايي بریدونه وکړل چې د سټار اینډ سټریپس ورځپاڼې د راپور له مخې، دا بریدونه په (۲۰۱۸) کال کې ودرېدل.
په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی او نشه يي موادو سره د مبارزې د کمېسیون غړی هاشم الکوزي ازادي راډیو ته وویل، د کوکنارو د کښت او تاریاکو د تولید ترڅنګ د هلمند ولایت ځینې ولسوالۍ د نشه يي موادو په لويو بازارونو اوښتي دي.
ده زیاته کړه:
"د نشه يي موادو ټول قاچاق کوونکي اوس زمین داور، کجکي، موسی کلا او باغران سيمو ته تللي دي، د نشه يي موادو قاچاق کوونکو هلته لوی بازارونه جوړ کړي او هلته عملاً کار کوي."
د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې د امریکا د څارنې ځانګړې ادارې يا سیګار د څېړنو له مخې، د نشه يي موادو پر کارخانو باندې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه د مافیايي ډلو د ځپلو ترڅنګ، طالبانو ته څه د پاسه څلوېښت میلیونه امریکايي ډالره زیان اړولی دی.
هاشم الکوزی د هلمند جګړه له طالبانو او قاچاق کوونکو سره جګړه بولي او د افغانستان له امنیتي ادارو څخه غواړي چې د دې دواړو ډلو د ځپلو لپاره لوی نظامي پلان جوړ او عملي کړي.
راپور: مرسلین ارسلا