د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

نتانیاهو: اسرائیلي پوځ د اړتیا په صورت کې په غزه کې پوځي عملیاتو ته چمتو دی


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، اسرائیلي پوځ د اړتیا په صورت کې د غزې په تړانګه کې پوځي عملیاتو ته چمتو دی.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو که څه هم ټینګار کوي چې جګړه به وروستی انتخاب وي، خو وايي چې په وروستیو څو ورځو کې یې پوځ ته امر کړی چې د غزې په تړانګه کې د پراخو عملیاتو لپاره سرتېري او پوځي وسایط چمتو کړي.

نتانیاهو چې پرون پنجشنبه د غزې په سرحد کې د اسرائیلو له یوې پوځي قرارګاه څخه راستون شوی و، د اسرائیلو په شمال کې د یوه نوي سړک د پرانیستو پرمهال یې خبرې کولې، وویل:

"موږ به د غزې د تړانګې شااوخوا امنیتي کمربند غښتلی کړو، ما په دې وروستیو کې امر کړی چې د پراخو عملیاتو د تیارۍ په ترڅ کې پوځي ځواکونه پیاوړي او اضافي تجهیزات برابر شي، د اسرائیلو ټول وګړي باید پوه شي چې که پراخو پوځي عملیاتو ته اړتیا پېښه شي، موږ به یې په قوت او خوندیتوب سره پیل کړو، خو وروسته له دې چې نور امکانات نتیجه ورنه کړي."

د اسرائیل پوځي ځواکونه
د اسرائیل پوځي ځواکونه

فلسطیني وسله والو د دوشنبې په ورځ له غزې څخه یو توغندی چې اوږد واټن ویشتلای شي، د اسرائیلو د قلمرو خواته وتوغاوه چې د تل ابیب په شمال کې پر یوه کور راپرېوت او اووه اسرائیلیان یې ټپیان کړل.

له دې پېښې وروسته اسرائیلي الوتکو هوايي حملې پیل کړې او فلسطینیانو د اسرائیلو پر جنوب ډزې وکړې.

له دې سره اسرائیلو غزې ته نږدې خپل پوځي حضور پیاوړی کړ، خو د چهارشنبې تر ورځې په نښتو کې وروسته له هغه کموالی راغی چې حماس د مصر په منځګړتوب اوربند اعلان کړ.

د راپورونو له مخې، مصري منځګړي پرون پنجشنبه د اسرائیلو خوا ته وخوځېدل، څو د اسرائیلي پوځ او حماس ترمنځ د اوربند د پلان په اړه خبرې وکړي.

اسرائیل د غزې په تړانګه کې وضعیت په دقت سره څاري، ځکه د شنبې په ورځ په دې سیمه کې د فلسطیني مظاهره چیانو او اسرائیلي پوځیانو ترمنځ د خونړیو نښتو لومړۍ کلیزه ده.

حماس زرګونه کسان چمتو کړي دي چې په دې مناسبت په اعتراضیه مظاهره کې ګډون وکړي، خو د حماس یوه چارواکي ویلي دي چې که اسرائیلیان او مصري منځګړي د اوربند په اړه په خبرو کې پرمختګ وکړي، نو ښايي فلسطینیان له مظاهرو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG