د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

په تحصیلي بورسونو کې د درغلیو د مخنیوي په خاطر دغه پروسه انلاین شوه


د تحصیلي بورسونو انلاین پروسه
د تحصیلي بورسونو انلاین پروسه

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت، په تحصیلي بورسونو کې د درغلیو د مخنیوي او د شفافیت د رامنځته کېدو په خاطر، دغه پروسه انلاین کړه.

د دغه وزارت مسؤلین وايي، وروسته له دې د تحصیلي بورسونو لېوال اړ نه‌دي چې تحصیلي بنسټونو ته لاړ شي او فورمې ډکې کړي.

په‌دې هدف د لوړو زده‌کړو وزیر نجیب‌الله خواجه عمري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۸» یو نوی سیستم اعلان کړ چې د بورسونو لېوال کولای شي وروسته له دې دغو بورسونو ته د لاسرسي په هدف انلاین امتحان ورکړي.

نجیب‌الله خواجه عمري وايي، دغه سیستم سر له نننه د پلي کېدو وړ دی او د فساد او درغلیو شتون په‌کې پای ته رسېږي.

د لوړو زده‌کړو وزیر نجیب‌الله خواجه عمري

دی وايي:

"د دغه سیستم په کارېدو سره وروسته له دې څوک ادعا نه‌شي کولای او یا هغه اوازې چې په تېره کې موجودې وې چې دغه بورسونه چېرې ځي؟ او پر چا وېشل کېږي؟ هر کس چې په شرایطو برابر دی، په انلاین ازموینه کې برخه اخلي او د ازموینې په پای کې نتیجه ورکول کېږي. امتحان ورکوونکی په‌خپله پوهېږي چې څو پوښتنې یې حل کړي او څومره نمرې یې اخیستې دي."

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت دا مني چې ځینې سفارتونه یو شمېر تحصیلي بورسونه، ځینو سیاسي کسانو، ګوندونو او د ملي شورا غړو ته ورکوي.

د یاد وزارت ټینګار پر دې دی چې دغه بورسونه دې د دغه وزارت له لارې ووېشل شي.

خو ځیني محصلان وايي، اوس هم د ځینو هېوادونو تحصیلي بورسونه د واسطې او پېژندګلوۍ پر اساس، وېشل کېږي.

محمد امین نومی محصل وايي، تحصیلي بورسونو ته د لاسرسي په خاطر، د فساد او روابطو له امله اندېښمن دی او تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې د تحصیل د دوام لپاره امتحان ورکړي.

که څه هم په بهر کې یې تحصیل کول یوه هیله ده، خو وايي:

"ډېری بورسونه چې راځي، هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په رأس کې دي او یا زور او پیسې ولري. شاهد یم چې ډېری بورسونه، د هغو کسانو وروڼو، ورېرونو او یا خپلو خپلوانو ته ورکول کېږي چې له چارواکو سره کافي پېژندګلوي ولري."

افغان محصلین
افغان محصلین

د دغو بورسونو د وېشلو په پروسه کې د فساد او اړیکو د شتون په هکله د اندېښنو تر څنګ، ځینې نورې هیلې هم شته او هغه دا چې حکومت او په تېره د لوړو زده‌کړو وزارت وکړای شي، په‌دغه پروسه کې شفافیت رامنځته کړي.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل فرض علي وايي، حکومت باید تحصیلي بورسونه د ملي شورا د غړو، بانفوذه خلکو او سیاسي ګوندونو له ولکې وباسي.

دی وايي:

"واضح ده وکیلان او ځیني زورواکي دغه بورسونه ځانونو ته ځانګړي کوي، خو سل په سلو کې داسې نه‌ده، کېدای شي په ځینو برخو کې شفافیت واوسي، خو په ډېری برخو کې فساد او درغلي موجوده ده."

هر کال شااوخوا ۲۰ هېوادونه او بهرني پوهنتونونه افغانستان ته لږ تر لږه ۲۰۰۰ تحصیلي بورسونه ورکوي.

د دغه نوي سیستم له مخې، د تحصیلي بورسونو لېوال اړ نه‌دي چې د امتحان ورکولو په هدف وزارت ته لاړ شي او یا فورمه ډکه کړي.

د تحصیلي بورسونو انلاین سیستم دغه زمینه برابره کړه چې هر څوک له هرې سیمې چې وي او انټرنټ ته لاسرسی ولري، کولای شي په انلاین توګه ازموینه ورکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG