د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

کورنیو چارو وزارت د راتلونکو انتخاباتو امنیت ته د بشپړ چمتووالي ټټر وواهه


ارشیف، افغان پولیس د رأیو د صندوق د لېږد پر مهال د ۲۰۱۴ کال د جون ۱۳
ارشیف، افغان پولیس د رأیو د صندوق د لېږد پر مهال د ۲۰۱۴ کال د جون ۱۳

د درېیو انتخاباتو ترسره کولو ته یوازې شپږ میاشتې پاتې دي، هغه پروسه چې له امنیتي اړخه‌يې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم اندېښمن کړی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغې پروسې د امنیت د ټینګولو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی.

د دې وزارت سرپرست مسعود اندرابي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۸» د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره په یوه ګډه خبري ناسته کې خلکو ته د انتخاباتو د پروسې د امنیت په اړه ډاډ ورکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

نوموړي وویل:

"یو ځل بیا خلکو ته دا ډاډ ورکوو چې د دغې پروسې د امنیت د ټینګښت لپاره مسؤلیت لرو، څو د تېرو انتخاباتو نه په تجربې د راتلونکو انتخاباتو امنیت ټینګ کړو."

په دغې غونډه کې د دفاع، کورنیو چارو، د ښځو چارو او پوهنې وزارتونو د راتلونکو انتخاباتو په اړه د عامه پوهاوي د ورکړې لپاره یو هوکړه‌لیک هم لاسلیک کړ.

د کورنیو چارو وزارت په‌داسې حال کې د دغې پروسې په اړه د امنیتي چمتووالي خبره کوي چې د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د ناامنیو د زیاتېدو راپورونه خپاره شوي دي.

په وروستیو کې په کندز، بادغیس، غزني، هلمند، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د جګړې د زیاتېدو په اړه اندېښنې موجودې دي او د ملي دفاع وزارت له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا منلې چې د نوي کال له پیل سره په‌دغو ولایتونو کې د ګواښونو کچه لوړه شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه چې د تېر کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوي هم ډاډ ورکړی وو چې دا پروسه به په امن او سرتاسري ډول ترسره کېږي، خو د هېواد د یو شمېر سیمو تر څنګ په مرکز کابل کې هم د ناامنیو له امله د انتخاباتو په دوه ورځو کې زیات شمېر مرکزونه پرانه‌نیستل شول.

د انتخاباتي بنسټونو او اړوند امنیتي او دفاعي ارګانونو له بشپړ چمتووالي سربېره بیا هم دا ومنل شوه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په ترڅ کې په ټول افغانستان کې د انتحاري حملو او بمي چاودونو له امله ۴۶ کسان وژل شوي او ۲۴۰ نور ټپي شوي دي.

اوس اندېښنه دا ده که د ولسمشرۍ انتخاباتو د ترسره کولو پورې دا ګواښونه لا زیات شي او حکومت هم د دغو ولایتونو د امنیت د ټینګښت په اړه بې‌پروایي وکړي، د افغانستان انتخابات به بیا سرتاسري نه‌وي او خلک به صندوقونو ته د رأی ورکولو لپاره لاړ نه‌شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کمېشنر محمد عبدالله په‌دغه ګډه ناسته کې له امنیتي اړخه د انتخاباتي مرکزونو او محلونو مشخص کول له وخته وړاندې بولي.

نوموړی وايي:

"انتخاباتي عملیات داسې حال لري چې د مسئلې ټول اړخونه له لوژستیک تر بودجې د سیمو او مرکزونو تر تثبیت او امنیتي چمتووالی یې ورځ بلې ته بدلون مومي، په‌دې موده کې ممکن پلان، څو ځلې بدل شي او په‌دې شرایطو کې دا سخته ده چې مرکزونه او محلونه مشخص کړو."

بل‌خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا ویانده مروه امیني وايي، افغان حکومت باید تر دې دمه د قانون له مخې هغه سیمې چې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي او هغه محلونه چې د خلاصېدو او بندېدو په اړه‌يې معلومات نه‌شته باید مشخص کړي وی.

اغلې امیني ټینګار کوي چې که د دغې پروسې امنیت ته د امنیتي بنسټونو له لوري جدي پاملرنه ونه‌شي، خلک به د ولسي جرګې له انتخاباتو نه هم د بدترو انتخاباتو شاهدان وي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG