د روېټرز خبري اژانس د یوه راپور له مخې ویل کېږي چې د امریکا د انرژۍ وزیر رېک پيري د شپږو امریکايي کمپنیو اجازهلیکونه په پټه لاسلیک کړي چې پر سعودي عربستان د اټمي انرژۍ د تولید لپاره ټکنالوژي خرڅه کړي.
دې شرکتونو ته همداراز اجازه ورکړل شوې چې د اټمي انرژۍ د تولید لپاره د سعودي عربستان سره مرسته وکړي.
پهدې اړه د اسنادو يوه کاپي د چهارشنبې په ورځ، د مارچ په اووه ویشتمه رويټرز خبري اژانس ته ور رسېدلې ده.
د سعودي چارواکي غواړي چې د اټمي انرژۍ د تولید دوه سترې بټۍ جوړې کړي.
د امریکا متحده ایالات، روسیه، جنوبي کوریا، چین او د نړۍ څو نور هېوادونه غواړي چې د دې سترو کارخانو د جوړولو قرارداد له سعودي عربستانه ترلاسه کړي.
د هر هېواد ستر شرکتونه د قراردادونو په ترتیب کار کوي چې وروسته به د سعودي چارواکو ته واستول شي او هغوی به د دې پرېکړه کوي چې کوم هېواد ته قرارداد ورکړي.
د روېټرز خبري اژانس په حواله، د سعودي عربستان حکومت به د روان میلادي کال په وروستیو میاشتو کې د ګټونکو شرکتونو نومونه اعلام کړي.
د امریکا د انرژۍ وزارت د اټمي مصونیت ادارې ویلي چې هغو شپږو شرکتونو چې د سعودي د اټمي ټکنالوژۍ د قراداد د ترلاسه کولو اجازه ورکړل شوې، د ولسمشر ډونالد ټرمپ له ادارې غوښتنه کړې چې نومونهیې پټ وساتي.
د کانګرس یو شمېر غړو ویلي چې دا ښايي په منځني ختیځ کې د اټمي وسلو رقابت پېښ کړي.
د سعودي ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان تېر کال د امریکا له «اېن. بي. سي» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې که د دوی رقیب ایران اټمي وسلې جوړوي، دوی بهیې هم د جوړولو هڅې وکړي.
د سعودي عربستان په اړه په نړیواله کچه حساسیت د ژورنالېست جمال خاشقجي تر قتل وروسته لا زیات شو.
خاشقجي د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسولګرۍ کې ووژل شو.
په نړیواله کچه داسې ګڼل کېږي چې د خاشقجي په قتل کې د سعودي شهزاده، محمد بن سلمان لاس درلود، خو د سعودي حکومت دا تورونه رد کړي دي.
د امریکا په کانګرس کې ډېرو کسانو له دې چې امریکا به پر سعودي عربستان د اټمي انرژۍ د تولید لپاره ټکنالوژي خرڅوي، اندېښنه څرګنده کړې ده.
د امریکا د کانګرس یو شمېر ډموکراتانو تېره میاشت، یو راپور خپور کړ او ادعا یې وکړه چې د سپینې ماڼۍ کارکوونکو پهدې اړه خبرداري ته پام نهدی کړی چې په سعودي عربستان کې د میلیونونه ډالرو په ارزښت د اټمي انرژۍ د بټیو جوړول پر قانون سرغړونه کوي.