د افغانستان کرکټ بورډ له کشفي او امنیتي ادارو غواړي چې د کرکټ د لوبغاړي احمد قریشي په پیدا کولو کې ورسره مرسته وکړي.
د افغان کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي د پنجشنبې په ورځ پر خپل فېسبوک پاڼه په یو غږیز پیغام کې ورک شوی احمد قریشي د افغانستان د کرکټ راتلونکی بللی او ویلي یې دي چې په ځانګړي ډول د ننګرهار امنیتي مسؤلینيې باید په پیدا کولو کې جدي هڅې وکړي.
۱۲ کلن کرکټر احمد قریشي چې په "وړکوټي راشد ارمان" مشهور و لا هم لادرک دی او تر اوسهيې په تړاو هېڅ ډول معلومات نهدي پيدا شوي.
د ده کورنۍ ویلي، احمد قریشي د روانې اوونۍ د یکشنبې په ماښام د سپینغر کرکټ اکاډمۍ نه کور ته په لاره لادرک شوی.
په همدې حال کې د ننګرهار امنیتي چارواکو ویلي دي، تر اوسه د قریشي د تښتونې په تړاو څه نهدي موندل شوي، خو په اړهيې پلټنې روانې دي.