د افغانستان د تکواندو فدراسیون وایي، د روانې لمریزې حمل میاشتې په ۱۵مه نېټه به د تکواندو ملي ټیم د جوړولو لپاره په کابل کې سیالۍ ترسره شي.
د دغه فدراسیون د تکواندو د ملي لوبډلې روزونکي بشیر ترهکي نن ازادي راډيو ته وویل چې پهدغو سیالیو کې شااوخوا ۳۳ ټيمونه د هېواد له ۲۸ ولایتونو او په ایران او پاکستان کې مېشت کډوالو له شمېره هم څلور ټیمونه ګډون کوي چې په ترڅ کې بهيې ۴۰ لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.
نوموړی وایي، د دغو سیالیو د ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی.