د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۲۵

د فوټبال «امید لوبډله» نن هېواد ته راستنېږي

د افغانستان د فوټبال له ۲۳ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو «امید لوبډله» د اسیا جام په لومړنیو سیالیو کې له ګډون وروسته نن هېواد ته راستنېږي.

افغان لوبډلې په‌دغه سیالیو کې د یوې بریا په خپلولو سره درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون سرپرست یوسف کارګر وايي چې د افغانستان لوبدله دوه اوونۍ وړاندې د اسیا جام په لومړنیو سیالیو کې د ګډون په هدف قطر ته تللې وه.

ښاغلی کارګر وايي چې په‌دې سالیو کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د قطر، دوهمه د عمان او د نیپال په وړاندې وکړه چې یوازې یوه بریا يې خپله کړه.

This item is part of
XS
SM
MD
LG