د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

امریکایي چارواکي: ولسمشر غنی کېدای شي د سولې زیارونه ټکني کړي، ځکه چې په غوصه دی


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

طالبانو سره د امریکا د خبرو پالېسي چې د افغانستان حکومت تراوسه ورڅخه لېری پاتې شوی، د واشنګتن او ولسمشر غني اړیکې چې غواړي واک یې په لاس کې وي او خپله دغه خبرې په مخ یوسي، زیانمنې کړي دي.

دغه اختلافات په افغانستان کې سولې ته د رسېدو چانس هم تهدیدوي.

د امریکا ولسمشر هیله مند دی چې د افغانستان اتلس کلنه جګړه د سولې د تړون له لارې پای ته ورسوي.

ځینو اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو چې د نوم له اخیستو یې ډډه کړې، روېټرز خبري اژانس ته ویلی دي چې ولسمشر غني کېدای شي چې د سولی زیارونه ټکني ځکه کړي چې غوصه دی چې ولې يې حکومت د سولې له خبرو لېرې پاتې شوی او په خپلې واکنمۍ باندې د دغه وضعیت د اغېز په اړه اندېښنه لري.


افغان چارواکو هم روېټرز ته ویلي چې ولسمشر غني د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا د سولې دا ډول خبرې ځانته ته شخصي خیانت او د طالبانو د غوښتنو په وړاندې د امریکا تسلیمي ګڼي.

یو افغان چارواکی چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي، روېټرخبري اژانس ته ویلي:

"خلیلزاد غواړي ځان د سولې اتل څرګند کړي، خو ولسمشرغني نه غواړي، د یوه شریر او بدمعاش به بڼه څرګند شي."

د سولې د خبرو په هکله د کابل او واشنګتن اختلافات وروسته له دې څرګند شول چې حمدالله محب د افغانستان د ملی امنیت سلاکار دوه اونۍ مخکې په امریکا کې په خلیلزاد سخت انتقاد وکړاو تور یې ولګاوه چې نوموړی د سولې د زیارونو په ترځ کې واک ته د رسېدو په لټه کې دی.

یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، روېټرز ته ویلی:

"ولسمشر غني دېته اندېښمن دی چې که چېرې انتقالی حکومت جوړ شي، نو دی به واک له لاسه ورکړي."

هغه زیاتوي:

"واشنګتن باید دا تمه ولري چې ولسمشر غني د داسې یو سیاستوال چلند غوره کوي چې د انتخاباتو په کال کې وي او داتمه باید ترې ونه شي چې هغه به د یو دولتمدار لاره غوره کړي او ووایي چې زما لپاره تر ټولو ښه دا ده چې واک پرېږدم."

په زلمی خلیلزاد باندې د حمدالله محب انتقاد جدي نتایج رامنځته کړل.

واشنګتن له انتقاد یوه ورځ وروسته له حمدالله محب سره ټول تماسونه او خبرې قطع کړي.

افغان سرچینو چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، روېټرز ته ویلي چې د ناټو او ولسمشر غني د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د حمدالله محب حضور سبب شو چې امریکایي پلاوی غونډه پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافی په دې باور دی چې د کابل او واشنګتن ترمنځ اختلافاتو وروسته له دې زور واخیست چې زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره له وروستیو خبرو وروسته چې شپاړس ورځی یې ونیوې، کابل ته رانغی او د افغانستان له دولت سره یې معلومات شریک نه کړل.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافی

ده وویل:

"دوی د شپاړسو ورځو له خبرو وروسته رسا امریکا ته ولاړل او دلته اوازې خپرې شوې چې موقتي حکومت غواړو، پاکستان هم په همدې لار کې یو څه اظهارات وکړل، نو په دې لحاظ اشرف غني یې وارخطا کړی چې مونږ اساسي قانون لرو او که په دې خبرو کې اساسي قانون نه مراعتېږي د افغانستان حکومت چې برحاله حکومت دی، دا څنګه له نظره غورځول کېږي."

دغه اختلافات د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوران کې د کابل او واشنګټن ترمنځ کړکېچ ژوندی کوي.

حامد کرزی د خپلې دیارلس کلنې واکمنۍ په دوران کې د امریکا په یوه سرسخت منتقد بدل شو.

خو اوسنۍ ناندرې اکثر د بندو دروازو ترشا دي او ولسمشر غني په امریکا چې د افغانستان اصلي اقتصادي، سیاسي او امنیتي ملاتړی ګڼل کېږي، تکیه دی.

داسې نښې هم شته چې ولسمشر غني به له واشنګتن سره د اړیکو د لاخرابوالي د مخنیوي لپاره ګام اوچت کړي.

یوه افغان چارواکي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې حمدالله محب کېدای شي چې په لندن کې سفیر وټاکل شي.

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان جمهوري ریاست په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.

بل خوا ولسمشر ټرمپ چې په ۲۰۱۶ کال کی یې د انتخاباتي هلو ځلو په مهال ژمنه کړې چې د افغانستان جګړه پای ته رسوي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د سولې د خبرو په بریالیتوب پورې تړلي دي.

خو هر ډول تړون ته به غاړه کېنږدي.

د امریکا یوه لوی چارواکي ویلي:

"ولسمشر ټرمپ هیله مند دی چې خبرې تر ټولو ښه نتایج ولري، خو کوم بد تړون به ونه مني."

XS
SM
MD
LG