د مونتهنګرو د فوټبال ملي ټیم ښايي په دې خاطر جریمه یا له کوسوو سره له راتلونکې لوبې محروم شي چې ویل کېږي، د انګلستان د فوټبال د ملي ټیم په ځینو تور پوستو لوبغاړو باندې خلکو ملنډې وهلي.
د ۲۰۲۰ میلادي کال د اروپايي ملتونو د فوټبال جام سیالیو په غوراوي دور کې د انګلستان او مونتهنګرو ترمنځ د دوشنبې د ورځې له ترسره شوې لوبې وروسته ځینې لانجې رامنځته شوي.
د انګلستان د فوټبال ملي ټيم که څه هم پنځه پر یو کوربه مونتهنګرو ته ماته کړه، خو د راپورونو په اساس، د بالکان حوزې په دې هېواد کې د انګلستان له تور پوستو لوبغاړو سره تعصبي چلند شوی دی.
د انګلستان د فوټبال د ملي ټيم غړي رحیم سترلينګ تر ګول وروسته خپل غوږونه کلک نیولي وو او وروستهیې وویل چې د دې لپارهیې غوږونه پټ کړي وو چې نژادپالونکي غږونه وانهوري.
که څه هم د مونتهنګرو د فوټبال ملي ټيم روزونکي لیوبي ساتومباکوویچ او نورو چارواکو له لوبې وروسته په انګلستاني لوبغاړو د ملنډو او توکم پالونکو غږونو خبره رد کړه، خو د دغه هېواد د فوټبال فدراسیون نن چهارشنبه وویل چې د اروپا د فوټبال فدراسیون یا یوفا ځیني ډسپلیني کارونه پیل کړي.
د مونتهنګرو د فوټبال فدراسیون په اعلامیه کې راغلي:
"د اروپا د فوټبال فدراسیون یوفا دې د نورو ټولو مسایلو تر څنګ په ډسپلیني پروسه کې د مونتهنګرو د ټیم د یوې وړې برخې غړو د توکم پالونکي چلند په اړه څېړنه وکړي چې د انګلستان د فوټبال فدراسیون لهخوا وړاندې شوي."
ښايي په دې اساس مونتهنګرو راتلونکې جون میاشت له کوسوو سره له لوبې یا قسماً یا بشپړ محروم شي.
د مونتهنګرو د سپورټ او ځوانانو وزیر نیکولا یانوویچ پرون وویل، د انګلستان او مونتهنګرو د ملي ټيمونو لوبه د ده ګڼو هېوادوالو په خورا لېوالتیا وکتله، خو اوس د شوې دې پېښې د لویولو هڅې روانې دي.
هغه وویل چې که چا ناسم غږونه کړي وي، دی یې غندي.
دی وایي:
"که چېرته کومې ډلې خلکو ناسم غږونه کړي وي، زهیې د حکومت او د سپورټ او ځوانانو وزارت په استازیتوب شدیداً غندم، د یوه پخواني ورزشکار او اوس د سپورټ او ځوانانو د وزیر په توګه بهرنیو اتباعو ته دا هم وایم چې زموږ په هېواد کې به توکم پالنه، قوم پالنه او افراطي وطن پالنه ځای نهلري. "
اخوا د انګلستان د فوټبال د ټیم مدیر ګاریټ سوټګېټ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې له شک پرته داسې یو کار (نژاد پالنه او ملنډې) شوی دی او دا کار د نهمنلو وړ دی.
که څه هم کله کله نژادپالنه او افراطي ملیت پالنه په ورزشونو کې لیدل کېږي، خو ورزشي ادارې د دغو چلندونو په وړاندې تل قاطع اقدامات کوي او ځیني وخت د دې کار عاملین له لوبو د تل لپاره محرومېږي.
راپور: صفيالله ستانکزی