د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او ځیني سیاسي کارپوهان وايي، د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده او افغان حکومت باید په دې برخه کې ملګرو ملتونو ته خپل رسمي شکایت وړاندې کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی او د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان باور لري چې د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغان سولې پروسې د سبوتاژ کولو هڅه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به نورې هم ترینګلې کړي.
د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفانالله عرفان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۷» ازادي راډیو ته وویل، پاکستان په دغه ډول څرګندونو سره غواړي چې د سولې په روان بهیر کې خپل اهداف تعقیب کړي.
ده وویل:
"له بده مرغه په تېرو کلونو کې چې هر وخت د سولې خبرې اترې ګرمېږي، پاکستاني چارواکي دغه ډول څرګندونې کوي، خو دا ځل د عمران خان څرګندونو ته په کتو، زه دا نهوایم چې خامخا د سولې د پروسې د سبوتاژ کولو هڅه ده، خو عمران خان غواړي چې په دې سره خپل اهداف تعقیب کړي، امتیاز واخلي، په خپل ولس کې او له نړیوالو چې موږ پر طالبانو اثر رسوخ لرو او دا هم کولای شو چې د افغانستان لپاره نظام جوړ کړو."
د روانې میلادي مارچ میاشتې په ۲۵مه د پاکستان صدراعظم عمران خان په اسلاماباد کې د څرګندونو پر مهال د افغانستان د حکومت دریځ د افغانستان د سولې په وړاندې خنډ وباله او ويېویل چې د یو بېطرفه موقت حکومت جوړېدل د افغانستان د ستونزې د هواري یوازنۍ لاره ده.
عمران خان زیاته کړې، په پاکستان کې له طالبانو سره د سولې پلان شوې غونډه هم د افغان حکومت د مخالفت له کبله لغوه شوه.
د عمران خان دغو څرګندونو په افغانستان کې پراخ غبرګونونه راپارولي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نهیوازې په کابل کې د پاکستان مرستیال سفیر دغه وزارت ته احضار کړ، بلکې له اسلاماباده يې افغان سفیر هم کابل ته راوغوښت.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې پر خپل ټویټر ولیکل چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده همکاري کړې، خو د عمران خان څرګندونو بیا دا ډول اغېز نهدرلود.
همدا شان د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ښکاره لاسوهنه بللې ده.
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر افغان پوهان باور لري چې د پاکستاني چارواکو دا شان څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کولای شي.
د نړیوالو چارو افغان پوه انتظار خادم
له ډلې یې انتظار خادم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:
"د عمران خان له اړخه په دغه ډول مسایلو بحث کول، په خپل ذات کې د جګړې اور ته تېل وراضافه کول دي، د سولې پروسه سبوتاژ کولای شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم خرابولی شي، دواړه ملتونه د یو بل په وړاندې درولای شي، نو زه فکر کوم چې دا ناسمې څرګندونې دي، عمران خان او پاکستانی حکومت باید خپل ستراتيژیک عمق او هغه فلسفه چې دوی د افغانستان په اړه درلوده، باید نوره بنده کړي."
ښاغلی خادم وايي، افغان حکومت باید له جذباتو کار وانهخلي او په سړه سینه خپل شکایت تر ملګرو ملتونو ورسوي.
خو د سیاسي چارو افغان کارپوه خوشحال خلیل بیا وايي چې د نظام مسئله د ټولو افغانانو لپاره سره کرښه ده او په دې برخه کې باید د پاکستان په وړاندې تر ټولو سخت غبرګون وښودل شي.
راپور: اکرامالله اکرام