د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په افغانستان کې د مؤقت حکومت د جوړېدو د وړاندیز په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان د وروستیو څرګندونو په وړاندې بېلابېل غبرګونونه راخیستي دي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې "عمران خان دې د افغانانو غبرګونونو ته دقت وکړي" په عنوان په سرمقاله کې لیکلي دي چې د پاکستان صدراعظم د افغانستان د شخړې حل د مؤقتې ادارې په رامنځته کېدو پورې محدوده ښودلې او ویلي یې دي چې پهدې هېواد کې مؤقته اداره کولای شي د حکومت او طالبانو ترمنځ ستونزه حل کړي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې د عمران خان د دغه څرګندونو پر وړاندې سختو غبرګونونو ته په کتو ویل کېدای شي چې که افغانان په کور دننه هر څومره اختلافات ولري، خو په هېڅ صورت بهرنیانو ته اجازه نهورکوي چې د دوی له سیاسي اختلافاتو ګټه پورته کړي او خپل اهداف عملي کړي.
د سرمقالې لیکوال لیکي چې د افغانانو له غبرګونونو وروسته اوس باید عمران خان دا درک کړي چې نور په افغانانو بریالي کېدای نهشي، نو پهکار ده چې د افغانستان په اړه خپل زوړ فکر ته تغییر ورکړي.
د سرمقالې د لیکوال په باور چې پاکستان ته ورته ځوابونه ورکول د دې ښودنه کوي چې نور افغانانو خپله لاره موندلې او د سولې په تأمينېدو سره به ګاونډیان په افغانستان کې خپلو شومو اهدافو ته له رسېدو ناهیلي شي.
د سرمقالې لیکوال وسلهوالو طالبانو ته هم وړاندیز کړی چې د عمران خان وروستۍ څرګندونې وغندي او ثابته کړي چې د افغانانو په صف کې ولاړ دي او په بینالافغاني خبرو اترو باور لري.
- هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې هم د عمران څرګندونې غندلي او لیکلي یې دي چې یاد هېواد د افغانستان په اړه لا هم خپل استعماري فکر نهدی بدل کړی.
د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، نور هېوادونه چې له تېرو ۱۸ کلونو را پهدېخوا له افغانستان سره مالي او پوځي مرستې کوي، تر دې دمه دغه ډول وړاندیز نهدی کړی، خو پاکستان په ډېرې سپینسترګۍ سره په افغانستان کې د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې پاکستان په افغانستان کې پاکستاني پلوه حاکمان غواړي چې له هندوستان سره دښمني وکړي او د پاکستان ګټو ته ژمن واوسي.
خو د سرمقالې لیکوال لیکي چې اوس پخواني وختونه تېر دي او پاکستان باید پهدې پوه شي چې افغانان د دې هېواد په هره مغرضه هڅه پوهېږي او نهپرېږدي چې په افغانستان کې بېشرمانه لاسوهنه وکړي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې پهدې اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له قوله لیکلي دي چې د عمران خان څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده، باید یاد هېواد له دغه ډول مداخلو څخه جدي ډډه وکړي.
په مطلب کې وړاندې د سولې او اعتدال د انتخاباتي ټيم د مشر محمد حنیف اتمر له قوله راغلي چې د عمران خان څرګندونې د نړیوالو ډیپلوماتیکو اصولو خلاف عمل دی او پرته له دې چې د افغانانو غبرګونونه راوپاروي نوره هېڅ ګټه نهلري.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولتساز انتخاباتي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي د عمران خان له څرګندونو څو ورځې وړاندې په بلخ کې ورته غوښتنه د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشرانو هم کړې ده.
په مطلب کې وړاندې د ښاغلي صالح په حواله لیکل شوي چې دغه ډول ورته څرګندونې تصادف نهشي کېدای، بلکې په خپلو کې خامخا اړیکه او ریښه لري.