د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

سروې: د هند اکثره وګړي په دې باور دي چې هېواد یې پر سم لوري روان دی


ارشیف، د هندوستان وګړي
ارشیف، د هندوستان وګړي

په هند کې د عمومي انتخاباتو په درشل کې د یوې سروې نتیجه ښیي چې د هند اکثره وګړي په دې باور دي چې هېواد یې پر سم لوري روان دی.

د هند اکثریت وګړي له دې راضي دي چې هېواد یې پر سم لوری روان دی او راتلونکی نسل‌یې ښه اقتصادي لرلید لري.

دغه نظرسنجي د پیو په نوم د یوې مؤسسې د هغې سروې نتیجه ده چې موندنې یې پرون دوشنبه داسې مهال خپرې شوې چې په هند کې د عمومي انتخاباتو ترسره کېدو ته یوازې څو اوونۍ پاتې دي.

خو د دغې سروې د نتیجې له مخې، د پخوا په نسبت د خلکو د رضایت اندازه کمه شوې ده.

د ګډونوالو له څه باندې درې پر څلورمه برخه په هند کې د کارونو کم امکانات یوه عمده ستونزه بولي چې د صدراعظم مودي په دوره کې هم ډېر تغییر نه‌دی کړی.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

د دغې سروې له مخې، ډېر خلک ترهګرۍ او پاکستان ته ژوره اندېښنه لري او دغه اندېښنې د تېرې میاشتې له هغې پېښې مخکې هم زیاتې وې چې پر هندي کشمیر په یوه حمله کې د هندي ملېشو شااوخوا ۴۰ غړي ووژل شول او مسؤلیت‌یې په پاکستان کې دېره جیش محمد سخت دریځې ډلې منلی و.

د هند په سلو کې ۷۵ وګړي په دې باور دي چې پاکستان یو ګواښ دی او ترورېزم هم زیات شوی دی.

خو له دې سره سره د دې سروې له مخې د هند لویان له دې راضي دي چې هېواد یې پر سم لوري روان دی او راتلونکی نسل‌یې ښه اقتصادي لرلید لري.

د دغې سروې په سلو کې ۵۴ ګډونوالو ویلي چې په هند کې له موجوده ډموکراسۍ څخه راضي دي، خو په دې برخه کې د راضي خلکو شمېر د مخکېنۍ سروې په نسبت چې په ۲۰۱۷ کې شوې او شمېر یې په سلو کې ۷۹ و، ۲۵ سلنه کم شوی دی.

د ښځو په نسبت سړي د هند له ډموکراسۍ ډېر راضي دي.

د پیو مؤسسې دغه نوې سروې تېر ۲۰۱۸ میلادي کال د مودي د واکمنۍ په وروستي کال کې د مې له ۲۳مې د جولای تر ۲۳مې په دوو میاشتو کې ترسره کړې او په‌کې د ۲۵۲۱ کسانو نظرونه پوښتل شوي دي.

د دغې سروې نتیجه داسې مهال خپرېږي چې ټاکل شوې په هند کې د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۱۱مه عمومي انتخابات ترسره شي.

په دغو انتخاباتو کې د هند شااوخوا ۹۰۰ ميلیونه وګړي د رأیې ورکولو پر شرایطو برابر دي.

تر انتخاباتو کې مخکې نظر شمېرنې ښیي چې مودي ته د یوه مخکښ کاندید په توګه کتل کېږي چې ښایي دغه انتخابات وګټي، خو د هغه د هندو ملتپال ائتلاف به په دې کې پاتې راشي چې د حکومت جوړولو لپاره قاطع اکثریت خپل کړي.

XS
SM
MD
LG