د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر د افغانستان د ملي یووالي د حکومت مشران د ولسمشریزو ټاکنو په ځنډ کې پر دخالت او له طالبانو سره د سولې له خبرو په نهملاتړ تورنوي.
حنیف اتمر نن دوشنبه «۱۳۹۸ کال د وري ۰۵» په مزار شریف کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د ملي یووالي حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته بینالافغاني پلاوی نهاستوي او د سولې له خبرو په نهملاتړ کولو غواړي چې د یوې خاصې ډلې منافع وساتي.
ښاغلي اتمر د ملي یووالي د حکومت پر ګړنو په انتقاد سره وویل چې د حکومت مشران د ولسمشریزو انتخاباتو پروسه ځنډوي او په عین وخت کې یې مسؤلیت هم په غاړه نهاخلي.
اتمر وویل:
"یوه غمیزه دا وه چې د ولسي جرګې انتخابات مو له کومو ستونزو سره مخ کړل، اوس په دې سره غواړئ چې ولسمشریزې ټاکنې هم وځنډوئ او مسؤلیت هم نهنیسئ."
حنیف اتمر د حکومت او د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور ترمنځ رامنځته شوي کړکېچ ته په اشارې سره وویل چې له ښاغلي نور سره دې شوي وروستي توافقات عملي شي.
اتمر په مزار شریف کې د نوي امنیه قوماندان د معرفۍ پر سر دوه اوونۍ مخکې وسلهوالې نښتې ته په اشارې سره وویل چې حکومت ناسم عمل ترسره کړی او پر خلکو یې له قوې څخه استفاده کړې ده.
حنیف اتمر په مزار شریف کې خپلو پلویانو ته په څرګندونو کې وویل چې د ولسمشریزو انتخاباتو د نېټې د اوږدېدو په صورت کې به د موقت حکومت له رامنځته کېدو ملاتړ وکړي.
د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم دغې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې د ملي یووالي حکومت له امنیتي وزیرانو سره د ترسره کړي هوکړهلیک د عملي کېدو غوښتنه کوي.
هغه زیاته کړه:
"دا توافق د دوو محترمو وزیر صاحبانو اسدالله خالد او مسعود جان اندرابي لهخوا ترسره شوی چې ولسمشر هم اجازه ورکړې وه، د عملي کېدو انتظار یې باسو."
عطا محمد نور د ملي یووالي حکومت مشران له طالبانو سره د سولې د پيل شویو خبرو په تخریب تورن کړل او ویېویل چې له وسلهوالو طالبانو سره د سولې د پيل شویو خبرو په ملاتړ د حکومت په وړاندې جنګېږي.
هغه وویل:
"د حکومت د ټول لجاجت په وړاندې چې د سولې د خبرو په مقابل کې درېږي، په متین هوډ سره رزمېږو، درېږو او جنګېږو."
په دې اړه مو وغوښتل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له هڅو سره سره مو چا اړیکه ځواب نهکړه.
تر دې مخکې د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د حکومت او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ په تړاو ویلي وو چې نوموړي د ښاغلي نور مشورې او نظریات اورېدلي او دا به د حکومت له مشرانو سره شریک کړي.
په داسې حال کې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر پر حکومت تور پورې کوي چې ګوندې د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه کوي چې پنځه ورځې دمخه ولسمشر محمد اشرف غني په مزار شریف کې د نوروز د لمانځلو په مراسمو کې څرګنده کړه چې د انتخاباتي کمېسیونونو د عمل ازادۍ ته احترام لري.
ولسمشر غني همداراز د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کېدو کې ځنډ د کمېسیون تصمیم وباله او ویېویل چې پس له دې به د انتخاباتو په ترسره کېدو کې د ځنډ راوستل هغه هم د منلو وړ نهوي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی