وروسته له دې چې د امریکا لوی څارنوال د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د روسیې د رول په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د راپور لنډیز د یکشنبې په ورځ له کانګرس سره شریک کړ، د دې لانجمنې مسئلې په اړه نورې پوښتنې رابرسېره شوې.
د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د رول په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر نږدې دوه کلنو تحقیقاتو که څه هم ډېرې پوښتنې ځواب کړي، خو له کانګرس سره د دې تحقیقاتو د لنډیز شریکولو هومره نورې پوښتنې رابرسېره کړي.
یوه مسئله چې د کانګرس له غونډې وروسته سمدستي روښانه شوه، دا وه چې؛
- د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې لاسوهنه؟
- ایا ډونالد ټرمپ په دې توطئه کې له روسیې سره لاس یو کړی و که نه؟
هغه پوښتنې دي چې دې تحقیقاتو یې ځواب نهدی ویلی.
دا راپور لوی څارنوال ویلیام بار د جمعې په ورځ ترلاسه کړ او دوه ورځې یې پر لوستو ولګولې.
په راپور کې دا مسئله څېړل شوې ده چې ایا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ له انتخاباتي کمپاین سره د روسیې لهخوا مرسته شوې وه که نه؟
د مولر په راپور کې چې لنډیز یې د یکشنبې په ورځ کانګرس ته وړاندې شو، نهدي ویل شوي چې د ټرمپ کمپاین له روسیې سره د سازش جرم ترسره کړی که نه، بلکې دا پرېکړهیې لوی څارنوال ته چې ولسمشر ټرمپ ګمارلی دی، پرېښې ده.
ښاغلي بار وویل چې مولر حقایق راټول کړي، خو دا پرېکړهیې نهده کړې چې ایا کوم جرم هم ترسره شوی دی که نه؟
بار زیاته کړه چې دی او مرستیالیې راډ روزینشتاین دې نتیجې ته ورسېدل چې د دې پرېکړې لپاره چې ایا ټرمپ کوم جرم یا قانوني سرغړونه کړې که نه؟ د مولر د تحقیقاتو په ترڅ کې راټول شوي شواهد کافي نهدي.
لوی څارنوال زیاته کړه چې مولر او ټیمیې د ولسمشر پر ضد د دعوې د اقامې کوم پلان نهلري.
د ټرمپ ټیم خپله بریا اعلان کړې ده او ادعا کوي چې ولسمشر بېګناه دی.
دوی د لوی څارنوال بار څرګندونو ته اشاره کوي چې ویلي یې دي، د مولر په راپور کې نهدي ویل شوي چې ټرمپ او همکارانو یې په انتخاباتو کې د لاسوهنو په فعالیتونو کې د روسیې له حکومت سره ملګرتیا کړې ده او یا یې دسیسې جوړې کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز پر ټویټر په یو پیغام کې لیکلي چې ځانګړي مفتش ښاغلي مولر په دې برخه کې هېڅ ستونزه نهده موندلې.
مېرمن سندرز زیاتوي چې د مولر د تحقیقاتو له مخې ولسمشر ټرمپ برائت اخیستی دی.
خو ډموکراتانو د دې راپور لنډیز چې لوی څارنوال کانګرس ته وړاندې کړ، نیمګړی بللی دی او د نورو جزئیاتو غوښتنهیې کړې.
د ټرمپ د مخالفانو په وینا، نه مولر او نه لوی څارنوال، یوه هم ټرمپ ته د برائت ورکولو خبره نهده کړې.