د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

د امریکا کانګرس د رابرټ مولر د راپور د نتیجې په تمه دی


ځانګړي مفتش رابرټ مولر
ځانګړي مفتش رابرټ مولر

د امریکا کانګرس د هغه راپور د نتیجې په تمه دی چې ځانګړي مفتش رابرټ مولر د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه برابر کړی دی.

تمه ده چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د رول په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د تحقیقاتو د راپور نتیجې نن له کانګرس سره شریکې شې.

د امریکا د عدلیې وزیر او لوی څارنوال ویلیم بار د تېرې جمعې په ورځ د دې راپور له ترلاسه کولو وروسته د کانګرس مشرانو ته په یوه مکتوب کې ولیکل، د ۲۲ میاشتو څېړنو په پای کې د چمتو شوي دې راپور اساسي موندنې به د یکشنبې په ورځ اعلان کړي.

د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار
د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې لوی څارنوال دا راپور په دقت سره ګوري او جزیات به یې نن له کانګرس سره شریک کړي.

د امریکا د عدلیې وزارت په دې اړه چې کله به د دغه راپور مهم جزیات له کانګرس سره شریکوي، تراوسه رسماً څه نه دي ویلي.

لوی څارنوال بار، د عدلیې وزارت، کانګرس او سپینه ماڼۍ ټول به په دې اړه پرېکړه کوي چې د مولر د تحقیقاتو څومره موندنې له رسنیو سره شریکې شي.

په کانګرس کې د دواړو ګوندونو ډېرو غړو ویلي چې ټول راپور باید په ډاګه شي او ډموکراتانو ټینګار کړی چې سپینه ماڼۍ باید پرې نښودل شي چې په موندنو کې یې لاس ووهي یا یې د ځینو برخو د خپرېدو مخه ونیسي.

ډموکرات سناتور چک شومر د شنبې په ورځ دغه غوښتنه تکرار کړه او ویې ویل، هغو اندیښنو ته په پام سره چې ښایي ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل اجرائیه صلاحیته په استفادې د دې راپورځینې برخې لېرې کړي، سپینې ماڼۍ ته باید اجاره ورنه کړل شي چې په پټه دغه راپور وګوري.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ په فلوریډا کې په خپل ګولف کلپ کې و، په استازو جرګه کې له ۱۲۰ زیاتو ډموکراټانو چې د بار د راپور جزیاتو ته سترګې په لاره وو، د ویډیو کنفرانس له لارې په دې اړه خبرې وکړې او دا غوښتنه یې مطرح وکړه.

اسوشېټېډ پرېس اژانس ته یوې سرچینې وویل چې د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي په دغه کنفرانس کې ډموکرات غړو ته وویل چې د دې راپور جزیات باید په داسې یوه بڼه له کانګرس سره شریک شي چې غړي یې وکولای شي چې پر هغو په عام محضر کې بحث وکړي.

پلوسي وویل، دا به هر هغه محرم معلومات چې جګپوړو مشرانو او د کانګرس د استخباراتو د کمېټې غړو ته ورکول کېږي، ونه مني.

د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي
د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي

د ډموکراتانو مشرانو ویلي چې د اړتیا په صورت کې به ډموکراتان له خپل صلاحیته کار واخلي چې بشپړ راپور ترلاسه کړي او د شواهدو پر اساس به یې ځانګړی مفتش، لوی څارنوال یا نور چارواکي استماعیه غونډو ته ور وغواړي.

ځانګړي مفتش رابرټ مولر له ۲۰۱۷ کال راهیسې په دې اړه چې ایا روسیې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله کړې او د ټرمپ د همکارانو او روسي چارواکو ترمنځ همکاري شوې که نه؟ څېړنه کړې ده.

مولر دغه راز په دې اړه هم څېړنه کړې چې ایا ټرمپ د ده د دغو تحقیقاتو د مخنیوي لپاره غیر قانوني اجرات کړي که نه؟

مولر د خپلې څېړنې په ترڅ کې تراوسه له دېرشو زیات کسان او کمپنۍ پر بېلابېلو مواردو تورن کړي، خو ترننه هېڅ یو مورد نه دی لیدل شوی چې هغه دې د ټرمپ د چارواکو او روسي چارواکو ترمنځ پر کومې هماهنګۍ دلالت وکړي.

امریکایي رسنۍ د عدلیې وزارت د ځینو سرچینو له قوله وایي چې ښایي د مولر د راپور له مخې نور کسان رسماً تورن نشي.

XS
SM
MD
LG