په کابل ښار او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي وژنو خلک او د ملي شورا غړي اندېښمن کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي بنسټونه باید د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره معقوله او دایمي حل لاره ولټوي.
دی وایي:
"زموږ غوښتنه ده چې حکومت باید د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره اساسي کار وکړي، دغه ستونزه د کابل په ګډون په ولایتونو کې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده چې موږ او ولس یې سخت اندېښمن کړي یوو."
دا اندېښنه داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د کندهار، کابل، ننګرهار او خوست په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي.
د دغو وژنو تر ټول وروستۍ پېښه تېره ورځ په کندهار کې د ولسي جرګې د ۱۶مې دورې د وکیل عبیدالله بارکزي وژنه وه.
دغه وژنې په بېلابېلو لارو کله په موټرو پسې د چسپکي ماینونو نښلولو او مخامخ وسله والو حملو په وسیله ترسره کېږي چې ډېری وخت یې عاملین په تېښته بریالي کېږي.
که څه هم ډېری وخت د دغو وژنو مسؤلیت څوک په غاړه نه اخلي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې هدفي وژنې د حکومت د مخالفانو، وسله والو غلو او شخصي دښمنيو له امله کېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د هدفي وژنو په اړه انتقادونه کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په دې اړه د ملي شورا ځینو غړو، عامو خلکو او بېلابېلو بنسټونو شکایتونه کړي وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ۱۳۹۶ کال په پرتله په ۱۳۹۷ کال کې د هدفي وژنو ګراف راټیټ شوی و.
د دغه وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل چې په نوي لمریز کال کې د دغو وژنو د مخنیوي لپاره له اړوندو ارګانونو سره یو لړ پلانونه چمتو شوي چې په پلي کېدو سره به یې تر ډېره د پېښو مخه ونیول شي.
ده وویل:
"د کورنیو چارو وزارت له کشفي او استخباراتي ارګانونو سره په ګډه کار کوي، څو د هدفي وژنو عاملین پيدا او ونیسي، په نوي کال کې به هم د اپراتیفي عملیاتو او کشفي برخو په واسطه هڅه وشي چې دغې ستونزې ته د تل لپاره حل لاره ولټول شي."
بل خوا د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون انتقاد کوي او وايي چې امنیتي، کشفي او استخباراتي ادارې د کمو امکاناتو، کمزوري مدیریت او وظیفوي غلفت له امله نه دې توانېدلې چې د هدفي وژنو د مخنيوي لپاره اساسي حل لاره پیدا کړي.
راپور: رحمت الله افغان