د افغانستان د ووشو فدراسیون وایي، ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د شپېتو کلپونو لیګ په کابل کې پیل شي.
د دغه فدراسیون مشر سید رحمان یورش نن ازادي راډيو ته وویل، د دغه لیګ په سیالیو کې به له لسو ولایتونو او ۶۰ کلپونو یوازې ځوانان ګډون کوي.
ښاغلی یورش وایي، د دغو سیالیو د تر سره کولو هدف د ملي ټیم لپاره د غوره لوبغاړو او د هېواد په کچه د ووشو د ورزش پیاوړتیا ده.
د ووشو د فدراسیون د معلوماتو له مخې، په راتلونکي کې به د لیګ سیالۍ په نورو ولایتونو کې هم تر سره شي.