د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

نامعلومو وسله والو په کندهار کې عبیدالله بارکزی وواژه


په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو پخوانی استازی عبیدالله بارکزی
په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو پخوانی استازی عبیدالله بارکزی

ناپېژاندو وسله والو په کندهار کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو پخوانی استازى عبيدالله بارکزى په ډزو وواژه.

د کندهار د والي وياند وايي چې د پېښې په اړه څېړنې پيل شوي دي.

عزيز احمد عزيزي تر پېښې وروسته ازادي راډيو ته وویل:

"د کندهار ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې وسله والو مخالفانو عبيد الله بارکزى په ډزو ويشتلى او وژلى دى، دا لومړني معلومات دي."

د کندهار امنيه قوماندان تادين خان وايي، حمله کوونکي د پېښې له ساحې تښتېدلي دي.

پېښه نن ماسپښين په کندهار کې مسلم چوک ته نږدې شوې ده.

٦٠ کلن عبيدالله بارکزي په ولسي جرګه کې د شکايتونو د کمېسيون د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

تر دې دمه د نوموړي د وژنې مسؤلیت چانه دی منلی او د وسله طالبانو ډلې ویلي چې د بارکزي وژنه په دوی پورې اړه نه لري.

ولسمشر محمد اشرف غني دا حمله غندلې ده.

عبیدالله بارکزی تېره دوره په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی و، خو دا وار يې ځان له کابله ولسي جرګې ته کانديد کړى و، خو بريالى شوى نه و.

XS
SM
MD
LG