د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

اجرائیه ریاست: د ولسمشرۍ د انتخاباتو ځنډول د انتخاباتو د کمېسیون صلاحیت دی


سپیدار ماڼۍ
سپیدار ماڼۍ

د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون د افغانستان د جمهوري ریاست ځيني کاندیدان وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو ځنډېدل د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون صلاحیت دی او حکومت پکې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

وروسته له هغه چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې دوه میاشتني ځنډ اعلان شو، اجرائیه ریاست او د جمهوري ریاست یو شمېر نور کاندیدان وايي، د انتخاباتو ترسره کول او ورته د تاریخ ټاکل د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له صلاحیتونو دي او باید ورته درناوی وشي.

اجرائیه ریاست وايي، په دې برخه کې هڅه دا ده چې د جمهوري ریاست انتخابات پرته له تقلب او لاسوهنې ترسره شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، اجرائیه ریاست او د عبدالله عبدالله ټيم د انتخاباتو د نېټې په ځنډېدو کې کومه ملاحظه نه لري.

ده وویل:

"په لومړي قدم کې مهم دا دی چې انتخابات په شفافه توګه ترسره شي، څو د خلکو اعتماد حاصل شي، د انتخاباتو د نېټې ټاکل د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له صلاحیتونو شمېرل کېږي او حکومت پکې هېڅ ډول مداخله نه لري، دا د کمېسیون کار دی چې څنګه د خلکو قناعت حاصل کړي او څنګه وکړای شي چې انتخابات په شفافه توګه ترسره کړي."

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د جمهوري ریاست ټاکنې به د روان کال د سرطان په ۲۹مه نه، بلکې د میزان په شپږمه ترسره شي.

د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ۱۸ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

له دې ډلې تراوسه د اجرائیه رئیس ترڅنګ ولسمشر غني هم د انتخاباتو د ځنډېدو له پرېکړې څخه ملاتړ کړی.

ولسمشر محمد اشرف غني ۱۳۹۸لمریز کال د شفافو ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کېدو کال بولي او له ټولو ملکي او پوځي ارګانونو غواړي چې په ‌دغه ملي بهیر کې بې پرې پاتې شي.

ښاغلي غني په مزار شریف کې د نوروز په مناسبت په خپله وینا کې وویل چې د انتخاباتو د ځنډ په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پرېکړې ته درناوی لري، خو په‌ دغه بهیر کې نور ځنډ ورته د منلو نه‌ دی.

خو د محمد حنیف اتمر په ګډون د جمهوري ریاست یو شمېر نور کاندیدان بیا د انتخاباتو په ترسره کېدو کې ځنډ ته د انتقاد ګوته نیسي.

د محمد حنیف اتمر د انتخاباتي دفتر ویاند قادر شاه رسنیو ته وویل چې د انتخاباتو د ځنډ په تړاو ورسره هېڅ مشوره نه ده شوې او حکومت د قدرت د دوام لپاره پلمې جوړوي.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست کاندید احمد ولي مسعود د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په انتخاباتو کې ځنډ د حکومت په مداخلې شوی.

د جمهوري ریاست کاندید احمد ولي مسعود
د جمهوري ریاست کاندید احمد ولي مسعود

ده وویل:

"په ډاډ سره ویلی شو چې د حکومت له مداخلې پرته کار نه کېږي، هېڅ داسې برخه نه شته چې حکومت پکي مداخله نه وي کړي، همدا حکومت دی چې په انتخاباتو کې لاسوهنې کوي، مونږ جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ته په ډاګه ویلي چې باید له مداخلې لاس واخلي."

خو د جمهوري ریاست کاندید فرارمرز تمنا بیا ازادي راډيو ته وویل، د دې لپاره چې د انتخاباتو ترسره کولو لپاره ښه چمتووالی ونیسي او خپلې وړتیاوې لوړې کړي، دا یو پرځای ګام دی.

د نوموړي په وینا، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کېدو پورې نړیوالې ادارې او حکومت باید له کمېسیون سره لازمې همکارۍ وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG