د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

نصرت رحیمي: په لښکرګاه کې چاودنو ۴ تنه وژلي او ۳۱ نور ټپیان دي


په هلمند کې د نن ورځې د پېښې د ځای یو انځور
په هلمند کې د نن ورځې د پېښې د ځای یو انځور

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د لښکرګاه په ننۍ پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

دغه شمېرې د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر هم تأیید کړي دي او ویلي یې دي چې د مرکز لښکرګاه په کرزي سټوډيوم کې نن د بزګر د ورځې په جشن کې د دوو ماينونو په چاودنو کې ۴ تنه وژل شوي او ٣۱ نور ټپيان شوي چې په وژل شويو کې د اقتصاد رئيس محمد خان نصرت هم شامل دى.

تر دې وړاندې د هلمند د والي وياند عمر ځواک ازادي راډيو ته ویلي وو چې د چاودنې نوعیت معلوم نه دی، خو ۲۱ کسان يې ټپيان کړي او دوه نور وژل شوي دي.

ځواک ازادي راډيو ته وويل چې په ټپيانو کې د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزی، د سرحدي لوا قوماندان ظاهرګل مقبل، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حميدالله وياړ، د کرنې رئیس زلمی الکو، دده مرستیال رفیع الله قلم او يو شمېر دولتي مامورين هم شامل دي.

د هلمند والي محمد ياسين خان په يوه ويډيويي پيغام کې وويل:

"بزدل او وحشي دښمن يو ځل بيا خپل ولس تر حملې لاندې ونيو چې د ٢ ځاى پر ځاى کړل شويو ماينونو په ذريعه يې چاونه وکړه."

د لښکرګاه د ايمرجنسي روغتون يوه ډاکتر د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې ۲۱ ټپيان او دوه جسدونه دوی ته ور وړل شوي دي چې په وژل شویو کې یو تن ملکي او بل یې د اقتصاد رئیس محمدخان نصرت دی.

دغه پېښه افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په سختو ټکو غندلې ده.

د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، ولسمشر غني په دې اړه ويلي:

"ترورېستان چې د خلکو د خوښۍ، روښانه راتلونکي او پرمختګ دښمنان دي، د وحشت په خپرولو سره پر ملکي تاسيساتو، غونډو او مناسبتونو حمله کوي."

بل خوا اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ويلي:

"دا ډول بریدونه بشري جنایت دی چې له ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي او د هېڅ ډول توجیه وړ نه دي."

پېښه د نوروز په مناسبت د بزګر په جشن کې ولايت مقام ته نېږدې د کرزي په نوم په ورزشي لوبغالي کې رامنځته شوې ده.

د دې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.

XS
SM
MD
LG