د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره يا يونېسف «UNICEF» وايي، په جګړه ځپلو هېوادونو کې تر ١٥ کلنۍ کم عمره ماشومان د جګړې په نسبت تر ډېره د نستاستي «اسهالاتو» په ناروغيو مري.
دغه اداره په دغو هېوادونو کې د دغو مړينو عمده علت د پاکولو اوبو او روغتيا ساتنې يا حفظ الصحې کموالى ګڼي.
يونيسف د جمعې په ورځ په يوه راپور کې ويلي، د جګړې په نسبت دغه ماشومان احتمالاً درې برابره زيات د پاکولو اوبو، روغتيا ساتنې او نظافت د نشتوالي له کبله په نسناستي مري.
د اوبو نړيوالې ورځې په مناسبت د يونيسف راپور «اوبه تر ګوزارونو لاندې» نومېږي.
پهدغه راپور کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ١٦ هېوادونو کې د مړينو شمېر ته کتنه شوې ده.
دا هغه هېوادونه دي چې له اوږدې مودې راهيسې په کې جګړې روانې دي.
راپور وايي، پهدغو ١٦ هېوادونو کې تر ٥ کلنۍ د کم عمره ماشومانو د مړينې شمېر تر دې هم لا زيات دى.
د راپور په حواله د مستقيم تاوتريخوالي په نسبت دغه ماشومان ٢٠ برابره زيات د اسهالاتو په اړوندو ناروغيو مري چې علت يې پاکولو اوبو او روغتياساتنې ته نه لاسرسى دى.
د يونېسف اجرائيه رئيسې هينريتا فور «Henrietta Fore» وويل:
"دغې مسئلې د هغو ماشومانو لپاره چې د اوږدې جګړې تر کړاوونو لاندې ژوند کوي وضعيت لا کړکېچن کړى چې د پاکو اوبو سرچينې نهلري. واقعيت دا دى چې د مرميو په نسبت زيات ماشومان د پاکو د کموالي له کبله مري."
په راپور کې د هغو ١٦ هېوادونو په ډله کې چې د پاکو اوبو او روغتيا ساتنې د نشتوالي يا کموالي له کبله ماشومان پهکې مري، افغانستان هم ياد شوى دى.
ورسره بورکينا فاسو، کامرون، د مرکزي افريقا جمهوريت، چاد، د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت او نور هېوادونه ياد شوي دي.
مېرمن فور ويلي:
"پر اوبو او روغتيا ساتنې قصدي حمله پر زيان منونکو ماشومانو حمله ده. اوبه چې د ژوند لپاره حياتي اهميت لري، يو اساسي حق دى."
د اوبو نړيواله ورځ هر کال د مارچ پر ٢٢ مه لمانځل کېږي چې د پاکو او تازه اوبو اهميت ته د خلکو پام واړول شي.
پهدې ورځ خلک هڅول کېږي چې د پاکو او تازه اوبو پايداره مديريت او سپما ته پام واړوي.