د ناټو تړون وايي چې په افغانستان کې دوه امريکايي پوځيان د پوځي عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموريت نن جمعه په خپله اعلاميه کې د دې پېښې په اړه نور جزئيات نهدي ورکړي، نهيې د دواړو وژل شويو سرتېرو نومونه په ډاګه کړي دي.
خو ويلي يې دي، دواړه امريکايي پوځيان د پوځي عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
د ناټو په اعلاميه کې ويل شوي:
"د امريکا د دفاع وزارت له پاليسۍ سره سم، د دواړو وژل شويو پوځيانو نومونه تر هغو چې خپلوانو ته يې احوال نه وي ورکړل شوى، د ٢٤ ساعونو لپاره نه افشا کېږي."
واشنګټن چې د افغانستان د ١٨ کلنې جګړې د پاى ته رسولو هڅه کوي، په وروستيو کې يې چارواکو د طالبانو له استازو سره د سولې مذاکرې کړې دي، خو له دې سره- سره په افغانستان کې ناامني دوام لري.
په قطر کې د مذاکرو پنځم پړاو ١٦ ورځې دوام وکړ چې د مارچ پر ١٢مه پاى ته ورسېد، پهدغو مذاکرو کې دواړو لوريو د پرمختګ خبر ورکړى، خو نهيې دي ويلي چې کومه موافقه دې شوې وي.
وروسته له هغې چې په قطر کې د سولې وروستى پړاو مذاکرې پاى ته ورسېدې، تر يوې اوونۍ زياته موده کېږي چې د افغانستان په زياتو برخو کې جګړې روانې دي.
په وروستيو کې د افغانستان حکومت شکايت کړى چې د سولې له دغو مذاکرو څنډې ته ساتل شوى دى.
وسلهوال طالبان چې افغان حکومت د امريکا لاسپوڅى حکومت ګڼي، ورسره مستقيمو مذاکرو ته نهدي حاضر شوي.
د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت په افغانستان کې شا و خوا ١٧٠٠٠ سرتېري لري چې نيمايي يې امريکايان دي.
په افغانستان کې دوه امريکايي پوځيان پهداسې حال کې وژل کېږي چې پرون د نوروز په لومړۍ ورځ په کابل کې د چاودنو له کبله لږ تر لږه ٦ کسان ووژل شول او تر ٢٠ زيات نور ټپيان شول.
د کابل په يوه شيعه مېشته سيمه کې د دې حملې مسووليت د اسلامي دولت ډلې يا داعش منلى دى.
د ٢٠١٤میلادي کال له وروستيو راهيسې چې افغان ځواکونو د امريکا په مشرۍ له ناټو قواوو د جګړې مسؤليت اخېستى، په افغانستان کې د امريکايانو مرګ ژوبله په ډراماتيکه توګه کمه شوې ده.
د وروستيو دوو امريکايي پوځيانو له وژل کېدو سره په روان ميلادي کال کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر ٤ ته ورسېد.
د امريکا د حکومت او ناټو د راپورونو په حواله، د ٢٠١٥میلادي کال له جنورۍ مياشتې راهيسې په افغانستان کې ٦٥ امريکايي پوځيان وژل شوي دي.
خو په وروستيو کې د ناامنيو په پېښو کې د افغان امنيتي ځواکونو او ملکيانو مرګ ژوبله زياته شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما تېره مياشت په يوه راپور کې ويلي، په افغانستان کې تېر ميلادي کال ٣٨٠٤ ملکيان وژل شوي دي.
يوناما يې علت د امريکا په مشرۍ د ځواکونو د هوايي حملو او د افراطي وسلوالو د ځانمرګو بريدونو زياتوالى ښوولى دى.
ولسمشر محمد اشرف غني په جنورۍ مياشت کې نړيوال اقتصادي فورم ته په خبرو کې ويلي وو، د ٢٠١٤میلادي کال له سپټمبر راهيسې کله چې دى ولسمشر شوى په افغانستان کې ٤٥٠٠٠ افغان پوځيان وژل شوي، چې په مياشت کې شا و خوا ٨٤٩ تنه کېږي.