ارزګان کې چارواکو په نوي کال کې د خالد په نوم د عملياتو د پیل خبر ورکړی دی.
پهدغه ولایت کې افغان امنیتي چارواکې پر داسې مهال د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف د عملیاتو د پیل خبر ورکوي، په کوم چې دغه ولایت له تېرو درېیو کلونو راهیسې وسلهوالو طالبانو کلابند کړی او ولسوالیو ته غځېدلې لارې، د ارزګان ـ کندهار ترمنځ لویه لار هم دوی د ترافیکو پر مخ تړلې.
د ارزګان اوسيدونکي بیا ادعا کوي چې له دې وړاندې دغه ډول عملياتو تجارتي بڼه درلوده او له امنيتي چارواکو غواړي چې د نوې پیلېدونکو عملياتو پرمهال دې سيمې تر نيولو وروسته خوندي وساتي.
دا پهداسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې وسلهوالو طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکړی و.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: