د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

ولسمشر غني: د انتخاباتو په نېټه کې نور ځنډ د منلو نه‌دی


ارشیف، ولسمشر غني
ارشیف، ولسمشر غني

ولسمشر محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډېدو په غبرګون کې وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دغې پرېکړې ته درناوی لري خو په‌دغه بهیر کې نور ځنډ ورته د منلو نه‌دی.

ولسمشر محمد اشرف غني ۱۳۹۸لمریز کال د شفافو ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کېدو کال بولي او له ټولو ملکي او پوځي ارګانونو غواړي چې په‌دغه ملي بهیر کې بې پرې پاتې شي.

ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ په مزار شریف کې د نوروز په مناسبت د سخي په زیارت کې د جنډې پورته کولو مراسمو ته وویل چې د انتخاباتو د ځنډ په اړه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړې ته درناوی لري، خو په‌دغه بهیر کې نور ځنډ ورته د منلو نه‌دی.

نوموړي زیاته کړه:

"۱۳۹۸لمریز کال د ولسمشریزو انتخاباتو کال دی، د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه زموږ غوښتنه دا وه چې انتخابات په‌خپل وخت وکړي، خو دوی خپلواک دي او خپله پرېکړه یې تېره شپه اعلان کړه چې موږ یې درناوی کوو، خو په‌دغه بهیر کې نور ځنډ په هېڅ صورت د منلو نه‌دی."

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

له‌دې وړاندې د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ازادي راډیو ته ویلي و، سره له دې چې حکومت تمه لرله چې انتخابات په خپل وخت د چنګاښ په ۲۹ نېټه ترسره شي، خو دا چې د انتخاباتو د نېټې اعلانول د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له صلاحیتونو څخه دي، دوی ورته درناوی لري.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جمهوري ریاست، ولسوالیو شوراګانو او د غزني ولایت انتخابات چې ټاکل شوي وو، د چنګاښ میاشتې په ۲۹مه نېټه شوي وای، د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره کېږي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د جمهوري ریاست انتخابات باید د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري په ۳۱مه نېټه شوي، خو تردې مهاله د دغو انتخاباتو نېټه کې دوه ځله بدلون راغلی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ په خپل يوه راپور کې لیکلي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له‌خوا په‌داسې حال کې د جمهوري ریاست انتخابات وځنډول شول چې ویل کېږي دغه بهیر د دې لپاره ځنډول شوی چې په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا هڅو ته زمینه برابره شي.

بل‌خوا ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ۱۳۹۸ لمریز کال د سولې او ثبات کال دی او خلک تل‌پاتې سوله غواړي نه داسې سوله چې ورڅخه د وینو بوی راځي.

د ده په خبره، سوله او انتخابات له يو بل سر لازم او ملزوم دي.

په ورته وخت کې د بلخ والي اسحاق رهګذر د سخي په زیارت کې د جنډې پورته کولو مراسمو ته وویل، هیله لري چې ۱۳۹۸ لمریز کال کې بین‌الافغاني مذاکرات پيل او د جګړې لګښت د هېواد د پرمختګ په چارو ولګول شي.

د بلخ والي اسحاق رهګذز
د بلخ والي اسحاق رهګذز

نوموړي وویل:

"تمه لرو چې د سولې د خبرو يو مهم باب پرانېستل شي او د دغه زوړ ټپ درملنه د دې وطن د بچیانو په لاس وشي، پرته له شکه چې د دغې جګړې لګښت د هېواد د ابادۍ لپاره مهم دي، خو تپل شوی جنګ د دې لامل شوی چې زموږ د شتمنۍ يوه لویه برخه په‌دې لار کې مصرفېږي."

د بلخ والي زیاته کړه چې په افغانستان کې ثبات د سیمې او اسیا د ثبات په مانا دي، هغه خبره چې ولسمشر هم ورته اشاره وکړه او ويې ویل چې د اسیا لويه وچه د زړه له حملې سره مخ ده او هغه مهال له دغه خطره ژغورل کېدای شي چې د اسیا زړه يعني افغانستان کې سوله او ثبات وي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG