د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن سهار په کابل کې د څو چاودونو په پایله کې د ۶ تنو د وژل کېدو او ۲۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د کابل د پولیسو درېیمې حوزې اړوند په علي اباد سیمه کې ځای پر ځای شوي درې ماینونه چاودېدلي چې ياده مرګ ژوبله یې اړولې.
دا پهداسې حال کې ده چې په کابل کې د امریکا سفارت دوه ورځې وړاندې د نوروز په ورځو کې د احتمالي حملو خبرداری ورکړی و.
د پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
بلخوا عیني شاهدان وايي چې پهدې پېښه کې دوه تنه وژل چې یوه ښځه او ماشوم دی او ۱۵ تنه ټپیان علي اباد روغتونو ته وړل شوي دي.